لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : په هوايي اډه د بريد وروستو نور اووه مړي ترلاسه شوي


 گل په ورځ مازيگر څلور بجې ائيرپورټ د سول ايوې اېشن چارواکو ته حواله کړی شوی ، او په ائيرپورټ د جهازونو تلو راتلو سروس بحال کړی شوی دی .
گل په ورځ مازيگر څلور بجې ائيرپورټ د سول ايوې اېشن چارواکو ته حواله کړی شوی ، او په ائيرپورټ د جهازونو تلو راتلو سروس بحال کړی شوی دی .

د کراچۍ په نړيوال ائيرپورټ د اتوار په شپه د وسله وال بريد وروستو نن د نهې په سحر ائيرپورټ کې د کولډ سټوريج يا سردخانه کې د گېر شوؤ اووه کسانو مړي راويستل شوي دي . د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثارعلي خان د گل په ورځ وئيلي ؤ ، ائيرپورټ باندې بريد کې د هوايي اډې ساتونکي فورس ای اېس اېف د ۱۱ اهلکارو په گډون ۱۹کسان وژل شوي ، او لس واړه حمله کوؤنکي ترهگر هم وژل شوي وو .
د سندهـ صوبي د صحت وزير ډاکټر صغير احمد وئيلي چې د اتوار په شپه کله په ائيرپورټ بريد شوی ؤ ، دغه کسان چې نن سحر يې مړي راويستل شوي ، دويي په سردخانه کې پټ شوي وو . او په سردخانه د اورلگېدو له امله مړه شوي او وجودونه يې سوځېدلي دي .
د سول ايوي اېشن چارواکو وئيلي چې دغه اووه کسان د يوې شخصي کارگو کمپنۍ کارکوؤنکي دي ، او د هغويې په راويستو کې نزدې ۲۸ ساعته لگېدلي ، او په دغې کار کې د پوځ اهلکارو هم برخه اخېستې ده .د ايوي اېشن د چارواکو په وينا د مړو راويستو دپاره د سردخانې درې ديوالونه مات کړی شوي دي .
په سردخانه کې د گېر شوؤ کسانو خپلوانو د گل په ورځ احتجاج کړی ؤ ، چې د خپلوانو راويستو دپاره دې کوټلي گامونه پورته کړی شي ، او د هغې وروستو بيا د سردخاني ديوالونه مات کړی شوي او مړي راويستل شوي دي .
ډاکټر صغير وئيلي اووه واړه مړي يې جناح روغتون ته وړي ، ځکه چې هغه دومره سوځېدلي چې پيژندگلو يې نه کيږي . د هغويي به ډي اېن ای ټيسټ کولی شي او بيا به خپلو خپلوانو ته سپارلی شي .
د اتوار په شپه ائيرپورټ باندې د وسله وال بريد وروستو د نهې په ورځ د پوځ د وياند لخوا وئيل شوي ؤ ، چې ائيرپورټ د ترهگرو څخه پاک کړی شوی ، او حمله کوؤنکي لس واړه ترهگر وژل شوي دي .
د سول ايوې اېشن وياند عابد قائم خاني په وينا د گل په ورځ مازيگر څلور بجې ائيرپورټ د سول ايوې اېشن چارواکو ته حواله کړی شوی ، او په ائيرپورټ د جهازونو تلو راتلو سروس بحال کړی شوی دی .
د گل په ماښام د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثار علي خان په ائيرپورټ مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي ؤ ، د ترهگرو هدف په ائيرپورټ ولاړ جهازونه تباه کول وو ، خو د پوځ ، رينجرو او نورو ځواکونو په وخت د کارروائۍ له امله ترهگر دغسې کولو ته نه دي پرېښودی شوي .
نوموړي وئيلي چې بريد کې املاکو ته په غټه کچه زيان نه دی اوړېدلی ، او درې جهازونه لږ لږ زيانمند شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG