د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د مځکې پر سر شخړې له کبله د سیمې د احتجاج کوونکو او د طالبانو د امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه شوې چې پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا پېښه د پنجشنبې- زیارت په ورځ د تورخم جلال اباد تر منځ د بټي کوټ ولسوالۍ په باریکاب سیمه کې شوې ده، چې د وي او اې انګرېزي څانګې د رپوټ له مخې څلور تنه پکې وژل شوي خو ازادي رېډیو وایي د یوې ښځې په ګډون درې تنه پکې وژل شوي دي.
د عیني شاهدانو او چارواکو په وینا د سیمې خلکو وروسته له هغه احتجاج پیل کړ چې د طالبانو چارواکو ورته امر وکړ، د خپلو کورونو مځکې دې خوشې کړي چې دوی پرې د کسټم یا ګمرک دفتر جوړ کړي.
د رپوټونو له مخې د احتجاج له کبله د افغانستان او پاکستان تر منځ لویه لاره بنده شوې او احتجاج کوونکو د طالبانو مخنیوی کړ چې د دوی کورونه ونړوي.
عیني شاهدان وایي د طالبانو امنیتي عسکرو د احتجاج کوونکو پر هغوی ډزې کړې دي چې سره ویې وېشي او لویه لاره بیرته د موټرو او لویو ګاډو لپاره خلاصه کړي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور د ادارې ویاند عرفات مهاجر د احتجاج کوونکو او طالبانو تر منځ نښته تایید کړې او وایي ځایي اوسېدونکو د چارواکو د امر په غبرګون کې ګډوډي جوړه کړه.
مهاجر وایي د نښتې په نتیجه کې د طالبانو یو افسر وژل شوی او وایي "څو تنه هغه خلک هم وژل شوي چې [د ریاست] مځکه یې [غیرقانوني] قبضه کوله"، خو د هغوی شمېر یې نه دی یاد کړی.
خو احتجاج کوونکو د طالبانو د چارواکو دا دعوې رد کړې دي او وایي دوی د خپلو مځکو اسناد لري او دا مځکه د دوی ده.
یوه احتجاج کوونکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط ازادي رېډيو ته ویلي، دوی ته د سیمې د خالي کولو وویل شول خو وایي دوی بل چېرې د اوسېدو ځای نه لري نو ځکه یې په احتجاج لاس پورې کړ:
" موږ د دې لپاره چې زموږ غږ واورېدل شي او حکومت پاملرنه راته وکړي لاریون وکړ، خو طالبان راغلل او پر موږ یې ډزې وکړې او کسان یې شهیدان کړل،."
د جلال اباد یوه اوسېدونکي وي او اې ته په ټیلیفون منلې ده چې د طالبانو د امنیتي ځواکونو په ډزو درې احتجاج کوونکي وژل شوي دي.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum