لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاهد افریدی امریکا غږ ته: لازمي به کابل له ځم


شاهد افریدی د امریکا غږ ډیوه خبریال پوښتنې ته ځواب وایي
شاهد افریدی د امریکا غږ ډیوه خبریال پوښتنې ته ځواب وایي

د پاکستان د کرکټ پخوانی ستوری لوبغاړی شاهد افريدي وایي چې افغانستان یې خپل ځای دی او ضرور به کابل ته سفر کوي.

افریدي د امریکا غږ خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې په افغانستان کې «زمونږ د مشرانو ډیر یادونه دي» او «زما ډیر زیات خواهش دی انشا الله،‌ او زه لازمي کابل له ځم.»

دا چې تیر ځل ولې کابل ته نه و تللی او خپل مینه وال یې ناخوښه کړي و،‌ شاهد افریدي وویل چې هغه ځل هرڅه تیار و خو «په وروستیو دوو دریو ګینټو کې څه ناڅه سیکوریټي ایشوز (امنیتي ستونزې) راغلل چې له هغې وجهې نه هغه ټریپ (سفر) کینسل شو.»

افريدی د افغانستان پریمیئر لیګ کې د پکتیا لوبډلې لوبغاړی ؤ. يادې لوبډلې پرون په سيمې فاينل کې ماتې خوړلې ده.

شاهد افريدي د سيالۍ وروسته خبريالانو سره په خبرو کې د افغانستان پريمئير ليګ ستايلی او زیاته کړې يې ده په افغان پريمئير ليګ کې لوبېدل يې ښه تجربه وه او دا د افغان کرکټ بورډ يو ښه قدم دی او د دې لارې به ښه لوبغاړي مخې ته راشي.

د افغانستان پريميئر ليګ د نورو هېوادونو د ليګ سياليو سره د پرتله کولو په ځواب کې افريدي وويل،

"د نورو دغه ډول ليګونو سره يې نه شي پرتله کولی ځکه چې دا لومړۍ تجربه وه، نور ښه کېدی شي په تادۍ کې يې ټورنامنټ وکړو ، خو ښه يې وکړو د مارکيټنګ په برخه کې يې که کار زيات شوی ؤ خلک به لوبو کتو ته ډېر راغلی ؤ،بايد په دغه برخه کې کار وشي".

هغه وویل، "د لوبډلې دپاره د بورډ مرسته ډېره ضروري ده او بورډ د لوبغاړو دپاره د پلار حيثيت لري بايد د ټولو لوبغاړو سره يو شان رويه وساتي هر چا ته مساوي موقع برابره کړي، بايد په افغانستان کې نورې اسانتياوې او اکېډميانې جوړې شي".

نوموړي په افغان ليګ کې د تکړه لوبغاړو د نومونو اخیستو ډډه کړې خو وې ويل ډېر تکړه لوبغاړي يې وليده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG