لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاهد خان اپریدي ته د اماراتو لویه جاېزه ورکړل شوې


د پاکستان کرکټ ټیم پیژندلي پښتون لوبغاړي او د کرکټ په نړۍ کې په ( بوم بوم او لالا ) مشهور شاهد اپریدي ته د عرب اماراتو حکومت د دغه هیواد د لسیزې لوبغاړي ( سپورټسمین اف د ډیکېډ) جاېزه ورکړی.

دغه اعلان شاهد اپریدي په خپل فیس بک او ټوېټر کړی او د عرب اماراتو د شیخ نهیان بن مبارک النهیان مننه يې هم کړې. د دغه اعلان تر مخه دغه جاېزه د عرب اماراتو د برداشت وزارت لخوا ورکړل شوی.

شاهد اپریدی دا مهال په پاکستان سپر لیګ کې د کراچۍ لخوا لوبیږي او په ۳۸ کلنۍ کې هم د هغه مینه وال د هغې لوبې کتو ته ډیر په مینه ناست وي.

شاهد خان اپریدي د کرکټ ټیم ته د یو بالر یا توپ وېشتونکي په هیڅ راغلی وو خو په خپل تیز بېټنګ يې د کرکټ په نړۍ کې هغه ځاې پیدا کړی وو چې ډیر لوبغاړي يې ارمان کوي.

د پاکستان کرکټ ټیم لخوا شاهد خان اپریدي په ۳۹۸ یوه ورځني یا ون ډی لوبو کې ۸۰۶۴ منډې جوړې کړې وې، په دغو کې ۶ سنچریانې یا سلیزې هم وي. اپریدي په ۹۸ ټي ټونټي لوبو کې ۱۴۰۵ منډې جوړې کړې وې.

په بالنګ یا توپ ویشتو کې هم شاهد اپریدي ډیر ښه ریکارډ لرلو او په ۳۹۸ یوه ورځني لوبو کې يې ۳۹۵ وکټې سوځولې وې. په ۹۸ ټي ټونټي لوبو کې ۹۷ لوبغاړي اوټ کړي وو. په ۲۷ ټسټ میچونو کې بیا شاهد اپریدي ۴۸ لوبغاړي سوځولي وو.

شاهد خان اپریدي په کال ۱۹۸۰کې د مارچ په لومړۍ نېټه په خېبر اېجنسۍ کې پیدا شوی او د ۱۶ کالو په عمر کې يې د سري لنکا پرضد خپله لومړۍ لوبه کړې وه. شاهد اپریدي په خپله دویمه لوبه کې په ۳۷ بالونو سلیزه جوړولو نړیوال ریکارډ جوړ کړی وو کوم چې ډیره موده هم د هغه سره وو. دغه ریکارډ دا مهال د سویلي افریقا ای - بي - ډیویلیرز سره دی چا چې دوه کاله وړاندې د وېسټ انډیز پرضد په ۳۴ بالونو سلیزه جوړه کړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG