لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاهد اپریدي: کوهاټ کې هسپتال لپاره د کېنېډا وزیراعظم او ولس د مرستو مننه کوم


د پاکستان کرکټ ټیم پخواني پښتون لوبغاړي شاهد خان اپریدي په کوهاټ کې د هسپتال جوړولو لپاره امدادي مرستو په سر د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو د غږ کولو مننه کړې.

جسټن ټروډو د کېنېډا په وینکوور ښار کې په پاکستاني او هندي وګړو غږ کړی وو، چې د شاهد خان اپریدي خیراتي ادارې لخوا په کوهاټ کې جوړیدونکي هسپتال لپاره پېسو راغونډولو یا فنډرېزنګ کې دې په خلاص مټ د شاهد خان اپریدي د ادارې مرسته وکړي.

د کرکټ د نړې پیژندلي ستوري او د پاکستان د کرکټ ټیم پخواني کېپتان شاهد خان اپریدي په خپل ټوېټر د کېنېډا د وزیراعظم او په دغه ښار کې مېشت پاکستاني او هندي وګړو مننه کړې ده.

شاهد اپریدي په خپل ټوېټر اکاونټ د کېنېډا د وزیراعظم بیان او په وینکوور ښار د دغې دستورې یو شمیر عکسونه هم خپاره کړي.

جسټن ټروډو شاهد خان اپریدي ته کېنېډا ته په راتګ هرکلی کړی او ویلي ٫٫ نن شپه مونږ دې لا راغونډ یو چې په پاکستان کې د ماشومانو لپاره یو هسپتال جوړ کړو. ستاسو د ټولو دلته راتګ او امدادي پېسې ورکول ستاسو د کېنېډايي اقدارو سره مېنه ښايي.٬٬

شاهد خان اپریدي د کرکټ پرېښودو وروسته په خپله نامه (شاهد اپریدي فاونډېشن) خیراتي اداره پرانستې چې حدف يې د پاکستان په وروستو پاتې سېمو او په خاصه توګه په قبایلي سیمو د هسپتالونه او د پاکو اوبو بې وسه خلکو ته رسول دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG