لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شاهد اپریدی په خپل کتاب کې لیکلي د پاکستان د کرکټ بورډ بېوسه او پخواني لوبغاړي متعصبه دي


د پاکستان د کرکټ نامتو لوبغاړي شاهد اپریدي په خپل کتاب گیم چینجر کې د پاکستان د کرکټ بورډ یا ادارې بیوسي او د ځينو پخوانیو مشهورو لوبغاړو جاوید میانداد او وقار یونس تعصبانه رویې برسیره کړي دي.

اپريدي په خپل کتاب کې تور لگولی دی چې جاوید میانداد د ده سره کینه لرله او د لوبې نه مخکې به یې تیارۍ ته نه پرېښودلو , اپریدی ليکي :

" زه به یې د لوبې نه وړاندې تیارۍ ته نه پرېښودمه"

اپریدي ته په ځواب کې پخواني کپتان میانداد ليکلي دي دغه خبرې بې بنیاده دي او وايي خپله فیصله د قیامت ورځ ته پریږدي.

اپريدي په خپل کتاب کې په پخواني تیز بالر او کپتان وقاریونس باندې هم سختې نيوکې کړي دي. نوموړي وقار یو بېکاره کوچ او واجبي کپتان گرځولی دی:

"له بده مرغه د هغه نه کینه هډو ووځي نه. زما او دهغه د وسیم اکرم د کپتانۍ د ورځو نه یوه لانجه روانه وه. هغه د وسیم اکرم سره په کپتانۍ ورانه وه، هغه به په وړو وړو خبرو کې کار لرلو او چې کله زه کپتان ووم نو ماته به یې وویل چې دا کوه او دا مه کوه او ظاهره ده جگړه خو به کیدله"

په یوه بله واقعه کې په کال 2010کې د مظهر مجید د بدنامې معاملې په تفصیل سره ذکر شوی دی

الراونډر په خپل کتاب کې د پاکستان د کرکټ انتظامیه یوه بیوسه اداره بللې ده او وايي هم دې بیوسۍ د میچ فکسرانو یا د کرکټ د جوارگرو د پاکستان ټیم ته ورننوتل ډیر اسان کړیدي.

د دې ناخوښه او بدرنگه واقعاتو بیانولو په وخت الراونډر اپریدي د پاکستان د کرکټ انتظامیه یوه بیوسه اداره بللې ده او هم دې بیوسۍ د میچ فکسرانو یا د کرکټ د جوارگرو د پاکستان ټیم ته ورننوتل ډیر اسان کړیدي.

د کال 2010 د سپاټ فکسنگ د بدنامې واقعې د ذکر کولو په موقع اپریدې وايي، چې دې د دې ټولې قیصه نه د وړاندې څخه خبر و.

په دغه بدنامه واقعه کې کپتان سلمان بټ، محمد اصف او محمد عامر ککړ وو. شاهد اپریدي په خپل کتاب کې د دې واقعې تفصیل څه داسې بیان کړیدې چې مظهر مجید خپل ټیلي فون د مرمت لپاره ده له ورکړې و اتفاق سره د مرمت دکاندار د ده یعني د اپریدي دوست وختو، او هغه ورته د پاکستان د لوبغاړه پحقله د مظهر مجید ټول میسجونه ښکاره کړل. اپریدی وايي چې دا د ټول میسجونه د ثبوت په توگه د وقار یونس پشمول د پاکستان د کرکټ انتظامې ته وړاندې کړل خو هغوي پې ځان ناغرضه کړو.

یاور سعید هم د دغه میسجونو په معامیله کې خپله بیوسي ښکاره کړې وه.

د شاهد اپریدي گېم چېنجر کتاب اپریدي او وجاحت سعید خان په شریکه لیکلی دی

XS
SM
MD
LG