لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاهدافريدي د ورلډکپ ۲۰۱۵م نه وروستو د يو ورځني کرکټ پرېښودو اعلان وکړو


پي سي بي د وړاندې نه شاهد افريدي د کال ۲۰۱۶م د ټي ټوينټي ورلډکپ دپاره کپتان ټاکلی دی .
پي سي بي د وړاندې نه شاهد افريدي د کال ۲۰۱۶م د ټي ټوينټي ورلډکپ دپاره کپتان ټاکلی دی .

د پاکستان د کرکټ وتلي لوبغاړي اوپه بوم بوم افريدي مشهور شاهد افريدي د کرکټ نړيوال کپ ۲۰۱۵م نه وروستو د يو ورځني کرکټ پرېښودو اعلان کړی ، او وئيلي يي دي ټوله توجه ټي ټوينټي کرکټ پله گرځوي .

شاهد افريدي د کراچۍ په يو مقامي هوټل کې خبري غونډه کې دغه اعلان وکړو ، او ويې وئيل د يو ورځني کرکټ پرېښودو د پرېکړې په اړه يې د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) خبر کړی دی .

"ما فېصله کړې ده چې د ورلډکپ ۲۰۱۵م وروستو زه د يو ورځني کرکټ نه ريټائرډمنټ اخلم ، او خپله توجه صرف ټوينټي ټوينټي کرکټ پله راړولم غواړم " .

پي سي بي د وړاندې نه شاهد افريدي د کال ۲۰۱۶م د ټي ټوينټي ورلډکپ دپاره کپتان ټاکلی دی .

افريدي خبري غونډې ته په وينا کې ووئيل ، د کرکټ په ۱۸ کلن کيريئر کې مې ډېرې لوړې ژورې ، خوشحالۍ او حفگانونه ليدلي ، او د يو ورځني کرکټ پرېښودو فېصله مې په حوشحالۍ کړې ده . هغه ووئيل زما دپاره دغه فېصله کول گران ؤ خو دا وخت دی چې نوي لوبغاړي مخې ته راشي .

هغه ووئيل ، د انسان ډېر ارمانونه وي او زما هم خواهش ؤ چې د تېزې سنچرۍ جوړولو ريکارډ زما سره د يو ورځني کرکټ د پرېښودو پورې پاتې شي .

شاهد افريدي په ۱۹۹۶م کې د سري لنکا په ضد مېچ کې په ۳۷ بالونو سل رنزونه (سنچري) جوړه کړې وه ، او د کرکټ په تاريخ کې يې د تېزې سنچرۍ جوړولو ريکارډ په خپل نوم کړی ؤ . خو سخکال د نيوزي لېنډ لوبغاړي کوری انډرسن د ويسټ انډيز په ضد مېچ کې په ۳۶ بالونو سنچري جوړه کړه ، او د افريدي ريکارډ يي مات کړو .

د کرکټ په تاريخ کې د زياتو چهکو لگولو ريکارډ هم شاهد افريدي سره دی .

افريدي وايي سياست پله راتلو ته مې کله کله زړه وشي ، خو مشران راته په سياست کې د برخې اخيستو اجازه نه راکوي .

۳۴ کلن شاهد افريدي د کرکټ په خپل کيريئر کې ۳۸۹ يو ورځنو ، ۲۷ ټيسټ او ۷۷ ټي ټوينټي نړيوالو مېچونو کې د پاکستان نمائندگي کړې ده .

افريدي په يو ورځنو مېچونو کې ۳۹۱ وکټې او ۷۸۷۰ رنزونه جوړ کړي دي .

نوموړي هيله څرگند کړې ده ، چې د ورلډکپ ۲۰۱۵م پورې پاتې موده کې به د ۴۰۰ وکټو پوره کولو او ۸۰۰۰ رنزونو پوره کولو هڅه کوم .

شاهد افريدي په کال ۲۰۱۰م کې د ټيسټ کرکټ پرېښودو اعلان کړی ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG