لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بوم بوم آفریدی د نړیوال کرکټ نه استعفا ورکړی


بوم بوم آفریدی د نړیوال کرکټ نه استعفا ورکړی
بوم بوم آفریدی د نړیوال کرکټ نه استعفا ورکړی

د پاکستان کرکټ ټیم تیر کپتان او آل راونډر شاهد خان آفریدی د نړی وال کرکټ نه د استعفی ورکولو اعلان کړیډي. شاهد آفریدی ویيلی دغه فیصله يی د پاکستان کرکټ بورډ د ناروا رویي وروستو کړي ده. یو مطبوعاتی کانفرنس ته په وینا کښی آفریدی زیاته کړی ما داسی څه غلط کار نه وو کړي چی په سر يی پي سي بی د کپتانی نه لری کړم. آفریدی وايي ددي انتظاميي سره به نوره لوبه نه کوی. یاده دی وی شاهد آفریدی په کال ۲۰۰۶م کښی د ټیسټ کرکټ نه هم استعفی ورکړی وه ولی وروستو بیا د انګلینډ دوري لپاره هغه د ټیسټ کرکټ کپتان اوټاکلي شو. د هغی وروستو د آسټریلیا نه په لارډز میدان ماتي خوړو وروستو شاهد آفریدی د ټیسټ کرکټ نه استعفی ورکړه.
۳۱ کلن شاهد خان آفریدی په خپل کرکټ کیرير کښی ۲۷ ټیسټ میچونه کړی دی چی پکښی پینځه سنچریانی(سل رنځونه) ، اته هاف سنچریانی (پنځوس رنځونه) کړی دی او اته څلویښت وکټیی يی اخستی دی. په پاکستان او نوره نړی کښی د کرکټ مینه وال شاهد آفریدی د خپل جارحانه انداز لکبله ډیر مشهور دي. هغه په اته دیرش بالونو د تیز ترین سنچری جوړولو ریکارډ هم جوړ کړي چی تر اوسه پوری هم د هغه په لاس کښی دي. آفریدی په خپل ون ډي کیريير کښی ۳۲۵ میچونه کړی او پکښی شپږ زره شپږ سوه او پینځه نوی رنزونه کړی او پکښی شپږ سنچریانی او یو دیرش هاف سنچریانی وهلی دی. سره ددی شاهد خان آفریدی ۳۱۵ وکټیی اخستی او ۱۰۷ کیچونه نیولی دی.
اخوا د پاکستان د لوبو مرکزی وزیرانجینير شوکت علی ويیلی چی د شاهد آفریدی په معامله به د وزیراعظم یوسف رضا ګیلانی سره خبری اتری کوی او خپل قامی هیروګان به سپاکوی ته نه پریږدی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG