لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‎ شاهد اپریدی: د پاکستان سپر لیګ په راتلونکو مقابلو کې دې هندي لوبغاړي هم شامل کړی شي


د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني کېپتان او پیژندلي ستوري شاهد خان اپریدي د پاکستان سپر لیګ (پي اېس اېل) په راروانو مقابلو کې د هندي لوبغاړو د شاملولو غوښتنه کړې ده.

شاهد خان اپریدي چې دا مهال د پاکستان سپرلیګ لوبو کې د کراچي کنګز لخوا لوبیدو خو تیره ورځ د پېښور زلمو پرضد مهمه لوبه کې د صححي ستونزې له کبله وه نه لوبیدو.

د دغه لوبې وروستو شاهد خان اپریدي د مطبوعاتو سره د خبرو په وخت ویلي د ګاونډي هندوستان لوبغاړي دې هم د دغه لوبو په راروانو سیالو (پي اېس اېل ۴) کې شامل کړی شي.

د پاکستان د قامي لوبډلې کېپتان سرفراز احمد او پخواني کېپتان په رنګ شاهد خان اپریدي هم غوښتنه کړې په پي اېس اېل کې دې هغه لوبغاړو ته معاهده نه ورکړی کیږي چې پاکستان راتلو ته غاړ نه ږدي.

په پې اېس اېل کې د کوټه ګلېډیېټرز لوبډله تر ټولو غوره لوبډله ګڼل کیده خو په پاکستان کې کیدونکي لوبو کې د نړیوالو لوبغاړو کېون پيټرسن او شین واټسن ته نه راتلو وروستو دغه لوبډلې د پېښور زلمو پرضد خپله لوبه وباېلله.

د کرکټ پوهان ګڼي د تیر کال په رنګ که سږ کال هم د کوټه ګلېډیېټرز سره بهرني لوبغاړي وی نو امکان وو دغه لوبه يې ګټلي وی.

شاهد خان اپریدي چې د کرکټ په نړۍ کې په بوم بوم او لالا پېژندل کیږي په خپل تیز بېټنګ او غوره بالنګ د هندوستان په شمول په ګرده نړۍ کې مینه وال لري. د هندوستان په ايي پي اېل لومړیو لوبو کې هم لوبیدلی او د هندوستان وتلو لوبغاړو سره ښه ملګرتیا لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG