لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: ډاکټر شکیل د قېد خپل اووه کاله سزا پوره کړه


ډاکټر شکیل افریدي
ډاکټر شکیل افریدي

د امریکې استخباراتي ادارې سي ايي ای سره د القاعده مشر اوسامه بن لادن په لټون کې د مرستې په لړ کې نیول شوي ډاکټر شکیل افریدي د خپل اووه کاله قید سزا پوره کړې ده. دا خبر د پاکستان ایکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې رپورټ کړی دی.

د ډاکټر شکیل افریدي په اړه ددې تازه خبر نه وړاندې وویل شوي وو چې تیره میاشت هغه د پېښور نه په راولپنډۍ ښار کې زندان ته منتقل کړی شوی دی او دا گنگوسې هم وې چې کیدشي چې ډاکټر شکیل خوشی کړل شي.

ټرېبیون ورځپاڼه وايي د ډاکټر شکیل وکیل د وخت نه وړاندې د هغه د خوشي کیدو امکان نه دی رد کړی.

په کال ٢٠١١ م کې د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د امریکې خصوصي ځواکونو په عملیات د بن لادن د وژل کیدو څو ورځې ورسته پاکستان ډاکټر شکیل افریدي ونیولو.

د نیول کیدو ورسته، نوموړي ته د فرنټر کرائم ریګولېشن یا اېف سي ار قانون لاندې ۲۳ کاله بند اورول شوی ؤ، خو بیا وروستو په کال ۲۰۱۴م کې د هغه وکیل د دغه فېصلې په ضد فاټا ټربیونل کې خواست کړی ؤ چې دې ته دې بیا کتنه وشي.

په کال ٢٠١۴ م کې د ډاکټر شکیل افریدي سزا ١٠ کلونو ته راکمه کړی شوه او په هغه لگول شوي جرمانه هم ١٠ لکه روپۍ کمه شوه.

ټرېبیون ورځپاڼه د ډاکټر شکیل افریدي وکیل قمر ندیم له قوله وايي چې د هغه موکل د قید خپله اووه کاله سزا پوره کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG