لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپیښور قاسم علي خان جومات په یکشنبه داختر لمانځلو اعلان کړی


قاسم علي خان جومات ته د میاشت لیدلو ترلاسه شوي شهادتونه
قاسم علي خان جومات ته د میاشت لیدلو ترلاسه شوي شهادتونه

د پېښور مشهور جومات مسجد قاسم علي خان د ۱۰۰ؤ څخه د زیاتو شهادتونو ترلاسه کولو وروستو سبا یکشنبه د اختر لمانځلو اعلان کړی دی.

په تاریخي توګه په پښتونخوا او قبایلي سمیو کې زیات تره خلک د مسجد قاسم علي خان په اعلان روژه او اختر کوي.

که څه هم دا ځلې د دغه جومات مشر مفتي شهاب الدین پوپلزۍ د اختر د اعلان نه وړاندې بې درکه کړی شوی چې په پاکستان کې دوه اخترې ونه شي. خو سره د دغې هم قاسم علي خان جومات ته د صوبې او قبایلي سیمو نه د اختر میاشت لیدلو ګڼ شمیر شهادتونه تر لاسه شوي دي.

په روایتي توګه په پاکستان کې دوه اختره کیږي. یو اختر د مرکزي حکومت لخوا او یو د قاسم علي خان جومات لخوا اعلانیږي کوم چې یوه ورځ وړاندې وي.

د اختر د میاشتې لیدنې دشهادتونو راغونډولو دپاره د پيښور قاسم علي خان جومات، دچارسدې صاحب حق صیب جومات، دمردان چاټو چوک اؤ د پيښور سوړیزو جومات کې غونډې شوې دي.

په پیښور کې قاسم علي خان جومات ته د میاشتې لیدلو ۵۶ شهادتونه رسیدلي وؤ چې علماؤ په هغې کې ۴۶ شهادتو تسلیم اؤ ۱۰ رد کړل.

همدغه شان د ټولې صوبې اؤ قبائیلي سیمو څخه په ټولټال د ۱۰۰ؤ نه زیاتو کسانو ګواهي ورکړې وه چې هغوئ د اختر میاشت لیدلې ده.

سعودي اؤ افغانستان کې هم یکشنبه اختر دی

د افغانستان ،سعودي عربستان، عرب اماراتو په شمول په ګڼو اروپايي هیوادونو کې هم سبا له د اختر اعلان شوی. د سعودي عربستان ځايي میډیا ترمخه د هیواد شاهي کمیټۍ اعلان کړی چې سبا د اتوار په ورځ به په سعودي کې د شوال لومړۍ ورځ (وړوکی اختر) وي.

په پاکستان کې به د میاشت لیدو لپاره د مرکزي رویت هلال کمیټۍ غونډه سبا له په پیښور کې کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG