لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : دغيرقانوني وسلې ساتلو په تورکې شاه زين بگټي نيول شوى دى


کوئټه : دغيرقانوني وسلې ساتلو په تورکې شاه زين بگټي نيول شوى دى
کوئټه : دغيرقانوني وسلې ساتلو په تورکې شاه زين بگټي نيول شوى دى

د فرنټئير کور يو ترجمان وئيلي دي دبلوچستان دپخواني گورنر نواب اکبرخان بگټي نمسى او دجمهوري وطن پارټۍ بلوچستان صدر شا زين بگټي دچمن نه کوئټې ته دتللو په مهال په بليلي چيک پوسټ دغيرقانوني وسلې ساتلو په تور کې د17ؤ وسله والو محافظانو سره نيول شوى دى.
ترجمان وائس اف امريکا ته وويل په 17ؤ گاډو مشتمله دشازين بگټي قافله چې کله دشورو په ورځ دايف سي عسکرو اودروله نو دجمهوري وطن پارټۍ صدر محافظانو دمقاومت کوشش وکړو خو عسکرو دهغوي څخه وسله واخسته.
دچارواکو ترمخه په قافله کې دشاملو گاډو چې کله تالاشي واخستل شوه نو 43 کلاشنکوفونه،45 ائيرکرافټ گنز، درې مشين گنونه اوپه لويې مقدار کې گوله بارود ترې ترلاسه شول.
دبلوچستان پوليسو مشر ملک محمد اقبال خبريالانو سره دخبروپه مهال وويل دشاه زين بگټي په قافله کې دشاملو گاډو څخه چې کومه وسله ترلاسه شوې پلټنې يې کيږي چې ايا دغه وسله قانوني ده که غيرقانوني؟
په کوئټه کې دجمهوري وطن پارټۍ يوترجمان وئيلي دي دشاه زين بگټي محافظانو سره وسله قانوني وه.
هغه دغيرقانوني وسلې برامد کيدو دعوه غلطه وگرځوله او تور يې ولگولو چې په بليلي چيک پوسټ گمارل شوؤ دايف سي عسکرو دخبرو ترخولو څخه وروستو شاه زين په سر په ټوپک وهلى چې له امله يې هغه ژوبل شوى خو فرنټئير کور دغه تورونه رد کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG