ټاکل شوې ده د پاکستان قامي اسمبلي سبا د اتوار یا یکشنبې په ورځ د هیواد د نوي وزیراعظم ټاکنه وکړي.
نن د خالي- شنبې په ورځ د وزیراعظم د عهدې لپاره د مسلم لیګ(ن) له لوري د شهباز شریف اؤ د سني اتحاد کوند (پاکستان تحریک انصاف ) له لوري د عمر ایوب کاغدونه د قامي اسمبلۍ د سیکرټري سره جمع کړل شوي دي.
د وزیراعظم د انتخاب لپاره د قامي اسمبلۍ غونډه په دریم مارچ (سبا) سهار یوولس بجې رابل شوې ده.
د وزیراعظم ټاکنه به د پټو رایو له لارې کیږي اؤ د 336 غړو په ایوان کې چې هر کاندید 169 رايې واخلي هغه به د هیواد نوی وزیراعظم وټاکل شي.
پاکستان مسلم لیګ(ن) پاکستان پیپلز ګوند پخوانی وزیراعظم شهباز شریف یو وارې بیا د وزیراعظم عهدې ته کاندید کړی دی اؤ ددغه ګوند مشران هیله ښایي چې ایم کیو ایم اؤ جمعیت علماء اسلام ګوند به هم د شهباز شریف ملاتړ ته اماده کړي.
خو سني اتحاد کونسل بیا لا د بل کوم ستر ګوند سره اتحاد نه دی کړی اؤ پخپل سر یې عمر ایوب د شهباز شریف مقابله کې د وزیراعظم په څوکۍ کاندید کړی دی.
پارلیمان کې کوم ګوند څومره څوکۍ لري؟
په اتمه فرورۍ شوؤ ټاکنو کې د پاکستان مسلم لیګ(ن) کاندیدانو 75عمومي څوکۍ ګټلې وې اؤ نهه نور ازاد کامیاب شوي د اسمبلۍ غړي هم په دغه ګوند کې شامل شوي دي چې ددې سره شمیره 84 ته رسېدلې ده خو دغه ګوند ته بیا څلور د لږکیو اؤ 20 د ښځو ځانګړې څوکۍ هم قامي اسمبلۍ کې ورکړل شوي اؤ دا وخت یې د غړو ټوله شمېره 108ده.
پیپلز ګوند په عمومي ټاکنو کې 54 څوکۍ ګټلي،دوه ورته اقلیتي اؤ 12 د ښځو ځانګړي سیتونه ورکړل شوي اؤ دا مهال یې اسمبلۍ کې شمېره 68 ده.
ایم کیو ایم 17 د قامي اسمبلۍ څوکۍ ګټلي اؤ یوه اقلیتي اؤ څلور د ښځو ځانګړې څوکۍ ورکړل شوي چې دې سره یې پارلیمان کې د غړو شمېره 22 ته رسېدلې ده.
جمعیت علماء اسلام 6 څوکۍ په عمومي ټاکنو کې ګټلي اؤ دوه ورته د ښځو ځانګړې څوکۍ ورکړل شوي اؤ دا وخت یې د غړو شمیره 8 ده.
د تحریک انصاف ګوند ملاتړو ازادو کاندیدانو 81 څوکۍ ګټلي اؤ دوي بیا وروسته په سني اتحاد کونسل کې ددې لپاره شامل شوي چې الیکشن کمیشن ورته د اقلیتونو اؤ ښځو ځانګړې څوکۍ ورکړي خو الیکشن کمیشن تر اوسه هغوي ته ځانګړې څوکۍ نه دي ورکړي اؤ په پارلیمان کې یې د غړو شمېره همغه81 ده.
مسلم لیګ(ق) درې څوکۍ په عمومي ټاکنو کې ګټلي،یو پکې ازاد امیدوار شامل شوی اؤ یوه ورته د ښځو ځانګړې څوکۍ ورکړل شوې اؤ دا مهال یې قامي اسمبلۍ کې د غړو شمېره 5 ده.
استحکام پاکستان ګوند درې عمومي څوکۍ ګټلي اؤ یوه ورته د ښځو څوکۍ ورکړل شوې اؤ د غړو شمیره یې اوس څلور ده.
مجلس وحدت المسلمین ، مسلم لیګ ضیاء،بلوچستان عوامي ګوند،بلوچستان نیشنل ګوند،نیشنل پارټي اؤ پښتونخوا ملي عوامي ګوند په قامي اسمبلۍ کې یو، یو غړی لري.
ددې ترڅنګ د قامي اسمبلۍ په 99 عمومي څوکیو ازاد امیدواران هم کامیاب شوي دي چې 8 کسان پکې تر اوسه هیڅ یو ګوند کې نه دي شامل شوی اؤ د قامي اسمبلۍ په دریوؤ څوکیو د کاندیدانونو د بریاليتوب معامله لا د ځنډ ښکار ده.
Forum