لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ممبۍ:دشيو سينا گوند مشر بال ټاکرى مړ شوى دى


ټهاکرى ته په ساه اخستو کې دتکليف ستونزه وه او په عمومي توگه به ورته اکسيجن لگول کيدو
ټهاکرى ته په ساه اخستو کې دتکليف ستونزه وه او په عمومي توگه به ورته اکسيجن لگول کيدو
دهند دلويديز رياست مهاراشټردهندو قوم پرست سياسي گوند شيو سينا مشر بال ټاکرى په ممبۍ کې مړ شوى دى.
د86 کلن بال ټهاکرى حالت دتيرو څو ورځو راهسې سخت خراب ؤ او دډاکټرانو يوې ډلې پرله پسې دهغه دصحت څارنه کوله.
په ممبۍ کې دټهاکرى دکور څخه بهر دخلکو يوې ډلې ته دهغه ډاکټر جليل پارکر وويل ټهاکرى ساه ورکړې ده.
ټهاکرى ته په ساه اخستو کې دتکليف ستونزه وه او په عمومي توگه به ورته اکسيجن لگول کيدو.
دهغه دکور په لوري ورغلي ټول سړکونه تړل شوي او تر 350ؤ پورې پوليس عسکر دامنيتي انتظاماتو لپاره گمارل شوي دي.
په ياده دې وي چې دپاکستان دکرکټ قومي ټيم به دروان کال ددسمبرپه مياشت کې دهند دوره کوي، بال ټاکرى دپاکستان ددغه دورې سخت مخالف ؤ، خو دپاکستان کرکټ بورډ چئيرمين ذکا اشرف دناروغۍ په حالت کې هغه ته دنيکو هيلو خپل پيغام لگولى ؤ او وئيلي يې وؤ زمونږ مذهب مونږ ته همدغه شان امر کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG