د پاکستان د کرکټ ټيم تيز رفتاره باولر شعيب اختر د لسم نړيوال کپ څخه وروستو د نړيوال کرکټ څخه دلاس اخستلو اعلان کړى دى.
پينځۀ ديرش کلن شعيب اختر د زيارت په ورځ د کولمبو په پريما داسا سټيډيم کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته د وينا په مهال وويل هغه د زيات سوچ وروستو پريکړه کړې ده چې نور به نړيوال کرکټ نۀ کوي اؤ په روان ورلډ کپ کې دپاکستان وروستى ميچ به د هغه هم وروستى ميچ وي.
شعيب اختر وويل هغه هيله لري چې دغه به په دوهم اپريل کيدونکى فائنل ميچ وي.
شعيب اختر نړيوال کرکټ د 1997ء څخه پيل کړى ؤ اؤ په 46ؤ ټيسټ ميچونو کې يې 178 وکټې ترلاسه کړي دي.
هغه خپل وروستى ټيسټ ميچ په بنگلور کې د انډيا په ضد لوبولى ؤ.
شعيب اختر په 163ؤ يو ورځنو نړيوالوميچونو کې247 اؤ په پينځلسو ټونټي ټونټي ميچونو کې 19 وکټې ترلاسه کړي دي.
دغه پاکستانى باولر د کال 2003ء په نړيوال کپ کې دسلو ميلو په زغل د بال ويشتلو وياړ هم په غاړه لري
شعيب اختر نړيوال کرکټ نه لاس پسر کیدو اعلان کړی
