لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سيګار: د طالبانو د خارجه وزیر نوم د ملګرو ملتونو د بندیزونو په فهرست کې شامل دی


مولوي امیر خان متقي
مولوي امیر خان متقي

په افغانستان کې د بیا رغونې دپاره د امریکايي هلو ځلو د څارنې ادارې سیګار ویلي د طالبانو د وزیراعظم، د هغه د دوو نایبینو او د طالبانو د خارجه وزیر نومونه د ملګرو ملتونو د بندیزونو په فهرست کې شامل دي.

د سیګار په یو ټویټ کې دا هم وویل چې د طالبانو د موقتي حکومت زیاتره غړي د 1996 نه تر د 2001 پورې د طالبانو د اقتدار په رهبرانو کې شامل وو.

د امریکې کانګرس ته تېره میاشت درې میاشتنې رپورټ کې سیګار وویل یو ملک هم د طالبانو حکومت په رسمي ډول تر اوسه نه دی پېژندلی او د مالي وسایلو د کمي او د طالبانو د فشار باوجود افغان سفارتونه د دنیا په بېلا بېلو ملکونو کې د افغانستان د بېرغ دلاندې خدمات ترسره کوي.

سيګار وايي په موجوده وخت کې 12 ملکونو په کابل کې خپل سفارتونه فعاله ساتلي دي چې پکې چین، ایران، قرغزستان، قزاقستان، پاکستان، قطر، روس، سعودي عرب، ترکي، ترکمنستان، متحده عرب امارات او ازبکستان شامل دي.

سيګار وویل طالبانو د امریکې او د نورو ملکونو نه هم غوښتلي چې په کابل کې دې خپلې سفارتخانې خلاصې کړي او طالبانو د دوی سفارتکارانو ته د تحفظ ضمانت ورکړی دی خو د طالبانو دغه غوښتنې لا نه دي کامیابې شوي.

په نړیواله کچه طالبانو د منل کېدو په لاره کې د خنډانو په اړه سیګار وویل تېر کال د ډسمبر په میاشت کې په ملګرو ملتونو کې د خپل استازي د ګمارلو دپاره ملګرو ملتونو د طالبانو خواست رد کړو او طالبانو د ملګرو ملتونو دغه فېصله غېرمنصفانه وبلله.

سیګار وویل که څه هم طالبانو ویلي چې وسله وال به د افغانستان په خاوره فعالیت ته نه پرېږدي خو امریکايي مامورین په افغانستان کې د القاعدې او د داعش خراسان ډلو موجودګۍ ته اشاره کوي.

سيګار وايي امریکايي مامورینو په افغانستان کې د انساني حقونو د خلاف ورزیو په اړه په رپورټونو هم ژور تشویش څرګند کړی دی او په طالبانو یې غږ کړی چې د ټولو افغانانو د حقونو تحفظ دې وکړي، د عامي معافۍ د خپل اعلان احترام دې وکړي او دا دې عملي کړي او د ټول شموله او نماینده حکومت جوړولو دپاره دې نور ګامونه واخلي.

جان ساپکو
جان ساپکو

سیګار وویل د ډسمبر په میاشت کې د طالبانو موقتي خارجه وزیر مولوی امیر خان متقي اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې سره مرکه کې د دې خبرې تردید وکړو چې طالبان د افغانستان د پخواني حکومت مامورین وژني. ادارې وویل مقتي د امریکايي پوځ د مرکزي کمانډ مشر جنرل کېنېت فرېنک مېکېنزي دا خبره هم رد کړه چې طالبانو د واکمنۍ نه پس القاعده بیا قوي شوي ده.

افغانستان دپاره د امریکې خصوصي استازي ټامس وېسټ په طالبانو غږ کړی چې د انساني او د مېرمنو د حقونو د تحفظ په اړه دې خپل لوظونه پوره کړي.

د سيګار ترمخه، وېسټ ویلي ترهګرۍ د مخنیوي دپاره د ګامونو، د ټول شموله حکومت او د اقلیتونو او مېرمنو د حقونو د احترام د لارې طالبان په قانوني ډول منل کېدلی شي

نړیوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو په نشتوالي تشویش څرګند کړی دی او د طالبانو د واکمنېدو نه پس مېرمنو د خپلو حقونو د تحفظ دپاره په کابل کې یو شمېر مظاهرې هم کړي دي.

د سیګار مشر جان ساپکو تېره میاشت په واشنګټن کې د څیړنې ادارې اټلانټک کونسل یوې مباحثې ته وویل په افغانستان کې چې په تېرو شلو کالو کې څه وشول باید بیا تکرار نه شي. جان سپکو زیاته کړه که چېرې دغه هر څه بیا تکرار شو نو نتیجه به یې یو ځل بیا ناکامي وي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG