لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ : د گېس پائپ چاؤدېدو په نتیجه کې دوه کسان وژل شوي


د سندهـ او بلوچستان ايالت نه پنجاب صوبې ته د گېس په تلونکو پائپونو په يوه مياشت کې دغه دوهمه چاؤدنه ده
د سندهـ او بلوچستان ايالت نه پنجاب صوبې ته د گېس په تلونکو پائپونو په يوه مياشت کې دغه دوهمه چاؤدنه ده

د سندهـ ايالت په گهوټکي سيمه کې د قدرتي گېس پائپ لائن چاؤدو په نتيجه کې د پائپ لائن دوه محافظ وژل شوي او دوه نور کسان ژوبل شوي دي . چارواکي وايې د پائپ نه په دغه ځايې گېس خارجيدو ، ځکه چاؤدلی دی .


د سندهـ ايالت په گهوټکي سيمه کې د قدرتي گېس پائپ لائن چاؤدو په نتيجه کې د پائپ لائن دوه محافظ وژل شوي او دوه نور کسان ژوبل شوي دي . چارواکي وايې د پائپ نه په دغه ځايې گېس خارجيدو ، ځکه چاؤدلی دی .
د سندهـ ايالت په گهوټکي ضلع کې د شورو په ورځ سحر د قادر پورگېس فيلډ نه پنجاب ته تلونکی د ۳۶ انچې پائپ چاؤدلی دی . د پوليس چارواکو په وينا د چاؤدنې له امله د پائپ محافظ وژل شوي او دوه نور عام وگړي ژوبل شوي دي .
مړي او ژوبل کسان نزدې روغتون ته وړل شوي دي .
د پائپ چاؤدو له کبله د پنجاب صوبې ځينې سيمو ته د گېس سپلائي ودرېدلي ده . د سيمې د پوليس چارواکو په وينا پائپ د گېس د زوره چاؤدلی ولې دويي د پېښې د علت په اړه پلټنې پېل کړي دي .
د سوئي نادرن گېس کمپنۍ د منېجنگ ډائريکټر عارف حميد په وينا د گېس سپلائې په ۲۴ ساعتو کې بيا بحال کړی شي .
د سندهـ او بلوچستان ايالت نه پنجاب صوبې ته د گېس په تلونکو پائپونو په يوه مياشت کې دغه دوهمه چاؤدنه ده .
نزدې يوه اوونۍ وړاندې د پنجاب صوبې په رحيم يار خان سيمه کې د گېس درې پائپ لائنونه الوزول شوي ، او د دغې پېښې بلوڅ بېلتون پاله ډلې بلوچ ريپبلکن ارمي يې پړه په سر اخيستې وه .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG