لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه : سيلاب ځپلي سندهـ کې دخوراک دکمي ستونزه سيوا شوې ده


ملگري ملتونه : سيلاب ځپلي سندهـ کې دخوراک دکمي ستونزه سيوا شوې ده
ملگري ملتونه : سيلاب ځپلي سندهـ کې دخوراک دکمي ستونزه سيوا شوې ده

ملگرو ملتونو وئيلي دي دپاکستان سيلاب ځپلې سندهـ صوبه کې دخوراک دکمي ستونزې خطرناک صورتحال اختيار کړى او دغه صوبه دافريقائي ملکونو چاډ او نائجيريا پشان وضعيت سره مخ ده.
دملگرو ملتونو دکميونيکيشن مشرې کرسټين ايلسبى وينا ده په لکونو ماشومان دخوراک دکمي دستونزې سره مخ دي.
هغې وويل دسندهـ حکومت به دوضعيت دقابو کولو لپاره په لاس کې دلرونکي پلان ترڅنگ مکمل راپور دجمعې په ورځ جاري کوي
دسندهـ دحکومت او ملگرو ملتونو لخوا شوې يوې سروى له مخې دخوراک دکمي له امله په لکونو ماشومان اغيزمن شوي دي.
دسروى له مخې په شمالي سندهـ کې دخوراک دکمي کچه 31.1او په جنوبي سندهـ کې دغه کچه 21.2 ده.
او دنړيوالې روغتيا دادارې لخوا 15 فيصده کمى بيړنى وضعيت گرځول کيږي.
دپاکستان وضعيت دافريقې دزياتو غريبو هيوادونو سره سم گرځول شوى دى.
دپاکستان سندهـ او بلوچستان صوبو سيلاب ځپلو څخه اوس هم دشپږو لکو څخه زيات په کيمپونو کې په ژوند تيرولو مجبور دي.
تير کال دجولا ئي په مياشت کې په پاکستان کې راغلي خونړي سيلاب له امله خواؤشا 1700 کسان وژل شوي وؤ، لس ملينه بې کوره شوي او شل ملينه خلک اغيزمن شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG