لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پښتون لاریون ځنډیدل او په سوشل میډیا د خلکو غبرګون


pashton long march tweet

په اسلام اباد کې د پښتنو د حقونو لپاره د تیرو لسو ورځو راهسې روان پښتون لاریون د ځنډ اعلان وروستو نن په سوشل میډیا د دغه اعلان په اړه ګډ وډ غبرګون راروان دی.

که یو خوا ځېني پښتانه دغه لاریون ګټه ور بلي او ګڼي چې حکومت د دغه لاریون په غوښتنو ځان نه شي غلی کولی نو یو شمیر نور بیا ګڼي دغه لاریون دومره زر ځنډیدل نه وو پکار.

د عوامي نیشنل پارټۍ غړی افراسیاب خټک په خپل ټوېټر پیغام کې لیکلي ٫٫ د پښتنو د لاریون او پرلت وړومبۍ مرحله په بریالی توب تر سره شوه ، د لاریون لارښود منظور پاشتین دولت ته د وعدو د عملی کولو د پاره یوه میاشت ورکړه ، د تخلف په صورت کښ به لاریون بیا پیل کیږی . لاریون ‌‌‌‌‌‌ډیرې لاس ته راوړنې لری . منظور پاشتین ته مبارکی وایو٬٬

د ایاز خان په نامه یو بل ځوان لیکلي ٫٫ د پشتون لاریون په لاس ته راوړنو مبارکي وایو او خلک د خپلو حقونو لپاره بیدارول تر ټولو لوه کامیابي ده.٬٬

د عبدالقیوم په نامه یو ځوان لیکلي ٫٫ دغه لاریون دومره زر ختمول نه وو پکار، دومره لویه شمیره کې خلک راغوڼدول لوې کار دی، دغه لاریون د پاکستاني ریاست یا اسټبلشمنټ خوبونه تښتولي وو. دغه ټوله خواري اوبو یوړه.٬٬

د خېبر پښتونخوا تګړه میرمن او مدني فعاله ثنا اعجاز په خپل ټویټر یوه ټپه شریکه کړې. ٫٫کاغذ لیکلي ترېنه واخلۍ. اوسنې یار دې ټګ به وي نه.٬٬

د دغې مطلب د پاکستان مرکزي حکومت نه دغه مذاکرات په لیکلي ډول اخستل دي. او وايي چې په اوسني حکومت باور نه دې پکار چرته ټګي وه نه کړي.

یو بل ځوان سلیم بیا د منظور پښتین عکس خپور کړی او ورته يې لیکلي نر پښتین -منظور پښتین.

ګڼ شمیر خلکو په سوشل میډیا د دغه لاریون عکسونه، ویډیوګانې او د خلکو ویناګانې هم خپرې کړي او په دغه لاریون يې ګډون کونکو ته مبارکي وېلې ده.

XS
SM
MD
LG