لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان : د ډرون تازه بريد کې اته جنگيالي وژل شوي دي


جنوبي وزيرستان : د ډرون تازه بريد کې اته جنگيالي وژل شوي دي
جنوبي وزيرستان : د ډرون تازه بريد کې اته جنگيالي وژل شوي دي

د افغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو لخوا دتندلارو په يو مرکز ترسره شوي دډرون يا جاسوسي الوتکو په بريد کې لږ ترلږه اته تندلاري وژل شوي دي.

د سرچينو له مخې دغه بريد دجنوبي وزيرستان مرکز وانا څخه 10 کلو ميټره لرې دلمن سيمې په غواه خواه کلي کې دتندلارو تر استعمال لاندې يوې ودانۍ باندې ترسره شوى دى.
سرچينې وائي دغه بريد په سيمه کې دموجود تندلاري کمانډرمولوي نذير او پنجابي طالبانو په يوه گډه ودانۍ ترسره شوى دى.
په وژل شوؤ کې يو شمير پنجابي طالبان هم شامل دي
دډرون په بريد کې 8 تندلاري وژل شوي او په نخښه کړل شوى کور په بشپړ ډول له مينځه تللى دى.
په بريد کې دتندلارو دمرکز تباه کيدو ترڅنگ دغلته ولاړ دوه گاډي هم تباه شوي دي.
دبريد په هکله دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وئيلي دي دغه بريد دتندلاري قبائيلي هلا تي کري خيل په کور ترسره شوې،چرته چې دمولوي نذير دډلې کمانډر حليم الله خپل پټ مرکز جوړ کړى ؤ او دوژل شوؤ تندلارو تعلق هم ددغه ډلې سره ښودل کيږي.
په جنوبي وزيرستان کې پاکستاني پوځي تير کال داکتوبر په 17مه نيټه دتندلارو په ضد په لويه کچه عمليات پيل کړي وؤ او دچارواکو له مخې دطالبانو تر واک لاندې دغه سيمه باندې اوس حکومتي قبضه يو ځل بيا پځايې کړل شوې ده.
دجنوبي وزيرستان سره پيوست قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې په دې وروستيو کې پرله پسې دتندلارو په ضد دډرون الوتکو څخه ميزائيلي بريدونه ترسره کيږي خو راپورونه وائي په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو دپيل کيدو څخه وروستو دا لمړۍ دډرون حمله ده.
په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کيدو وروستو په گڼ شمير کې جنگيالي نزدې نورو قبائيلي سيمو ته تښتيدلي او دغلته پټ شوي خو پخپله په جنوبي وزيرستان کې اوس هم اکثره دپوځ او تندلارو ترمينځ دنښتو خبرونه ترلاسه کيږي او څيړونکي وائي دغه نښتې په سيمه کې دتندلارو دموجوديت اشارې ورکوي.
دکال 2008م اگست دمياشتې څخه دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد دډرون الوتکو لخوا ترسره شوؤ د100ؤ څخه زياتو بريدونو کې تر دې مهاله دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود په گډون د900ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG