لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان:عملیاتو کې شپږ ترهګر اؤ دوه پوځیان وژل شوي


دپاکستان پوځ وایي دافغانستان سره په پوله پرته د خیبر پښتونخوا جنوبي وزیرستان سیمه کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو په ضد عملیات کړي چې په دغو عملیاتو کې شپږ ترهګر اؤ دوه پوځیان وژل شوي دي.

دشنبې په ورځ پوځ پخپل یو بیان کې ویلي دغه عملیات دلدها په سپینه میله سیمه کې شوي .

پوځ دعوه کړې چې دوئ ته اطلاع په لاس ورغلې وه چې په دغه سیمې ته ترهګر د ستنو شوؤ کډوالو په شکل ورغلي اؤ کله چې پوځ دهغوئ په ضد سیمه کې په عملیاتو لاس پورې کړو نو ددواړو خواؤ ترمینځ درنه نښته وشوه.

پوځ پخلی کړی چې عملیاتو کې شپږ ترهګر اؤ دوه پوځیان د حوالدار رزاق خان اؤ حوالدار ممتاز حسین په نومونو وژل شوي.

پوځ وایي دا هاغه ترهګر وؤ چې د سیمې دمهمو مشرانو په وژنه کې ککړ وؤ اؤ پوځ ورپسې له ډیره وخته ګرځیدو.

پوځ دعوه کړې چې وژل شوؤ ترهګرو په افغانستان کې دخپلو ملګرو سره تماسونه لرل اؤ دهغوئ د ولکې څخه وسلې اؤ مخابراتي الات هم ترلاسه شوي دي.

تر اوسه ازادو سرچینو د پوځ ددغه دعوې په هکله پخلی نه دی کړی.

جنوبي وزیرستان دخیبر پښتونخوا هاغه سرحدي سیمه ده چې په کال۲۰۱۴م کې پکې پوځ دترهګرو په ضد دضرب عضب په نامه په پراخه کچ عملیات کړي وؤ اؤ ددغو عملیاتو له امله په لکونو پښتانه د خپلو سیمو څخه بې کوره شوي وؤ.

دپاکستان پوځ دعوه کوي چې د ضرب عضب عملیاتو په ترڅ کې یې دغه سیمه د ترهګرو څخه پاکه کړې خو اوس هم دجنوبي وزیرستان په بیلابیلو سیمو کې وخت ناوخته په پوځ بریدونه اؤ چاودنې کیږي.

په پاکستان کې د پښتون تحفظ موومنټ په نوم د پښتتو ځوانانو راپورته شوی غورځنګ تور لګوي چې پوځ په سیمه کې بېګناه خلک وژني اؤ‌ هغوئ ته د ترهګرو نوم ورکوي خو پوځ وایي چې ګڼ شمیر عسکر اؤ افسران یې دترهګرۍ په ضد په دې روانه جګړه کې بائللي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG