لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوبي کوریا په مزایلو به زیاته درنه وسله بارول کیږي، د امریکا او جنوبي کوریا فیصله


جنوبي کوریا د پوځي مشقونو په مهال خپل مزایل وچلولو
جنوبي کوریا د پوځي مشقونو په مهال خپل مزایل وچلولو

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د جنوبي کوریا صدر مون جی این د گل، دوشنبې، په ورځ فیصله وکړه چې د جنوبي کوریا په مزایلو د وسلو بارولو لپاره چې د وزن کوم حد ټاکل شوی دا به لرې کړی شي. دواړو مشرانو په شمالي کوریا د نورو سختو پابندو حمایت هم وکړو.

په عین حال کې په ملگرو ملتونو کې د امریکې سفیرې نیکي هیلي ویلي شمالي کوریا جنگ غواړي او دا چې د امریکې صبر لامحدوده نه دی.

صدر ټرمپ او د جنوبي کوریا د هغه هم منصب د شمالي کوریا د شپږمې ایټمي ازموینې په ترڅ کې د صورتحال تفصیلي جاج واخیستلو. دواړو رهبرانو په ټیلي فون ۴٠ منټه خبرې اترې وکړې.

د جنوبي کوریا صدر مون جی این بیا د روس صدر ولادیمیر پوټن سره هم په ټیلي فون خبرې اترې وکړې. د کریملین په وینا صدر پوټن وویل په کوریايي سیمه کې د شخړې یوازنی حل په سفارتي کوښښونو کې دی.

نیکي هیلي ملگرو ملتونو ته د گل، دوشنبې، په ورځ ویل دا هفته به د شمالي کوریا په اړه ملگرو ملتونو ته یو قرارداد وړاندې کوي.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ د شمالي کوریا د ایټمي ازموینې په اړه د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا د سکیورټي کاونسل په بیړنۍ توگه راغوښتل شوي غونډې ته وینا کې نیکي هیلي خبردار وکړو چې امریکا جنگ نه غواړي خو صبر يي لامحدوده نه دی. "مونږ به د خپلو اتحادیانو او د خپلې علاقې دفاع کوو."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG