د سپین وزیراعظم ماریانو راهوی د اتوار په ورځ د کیټلونیا دوره وکړه.
په سیمه په مستقیمه ډول د میډرډ د واک اختیار پرځای کیدو کېټلونیا ته دا د ښاغلي راهوی وړمبی سفر و.
بارسیلونیا ته د سپین د وزیراعظم د سفر نه یوه ورځ وړاندې په ښار کې سپین نه د ازادۍ غوښتونکي غورځنگ غړو لویه مظاهره وکړه.
احتجاج کونکو قید څخه د بیلتونو غوښتونکو مشرانو د ازادۍ او د کېټلان ریپبلک یا د جمهوریه کیټلان په رسمیت د پیژندلو غوښتنه وکړه.
د سپین وزیراعظم به په اینده میاشت کې کیدونکو سېمه ایز انتخاباتو کې د پاپولر پارټۍ په نوم د خپل گوند لپاره د حمایت ترلاسه کولو کوښښ کوي.
د اکتوبر په ٢٧ مه نېټه د کېټلونیا پارلیمنټ سپین نه د ازادیدو په حق کې رای ورکړه.
خو د سپین مرکزي حکومت د کېټلونیا د پارلېمنټ دغه ووټ رد کړو، په سیمې یې په مستقیمه ډول د مرکزي حکومت د واک اختیار د واک د لاندې راوستله او گڼ شمیر بیلتون غوښتونکي مشران یې ونیول او د مقامي حکومت مشر د سېمې نه وتښتیدو.