د سپېن خارجه وزارت د جمعې په ورځ د افغانستان په بامیان ولایت کې د دریو شهریانو د وژل کېدو تصدیق وکړو. د ډزو په پېښه کې یو افغان هم وژل شوی دی.
په سرښار مېډرېډ کې د سپېن د خارجه وزارت وزارت سرچېنې ای اېف پي خبري ادارې ته وویل د سپېن د دریو شهریانو د وژل کېدو ترڅنګ یو زخمي شوی هم دی.
د سپېن وزیراعظم پېډرو سانچېز په اېکس، پخواني ټوېټر، د خپلو هېواد والو په وژنه د غمرازۍ اظهار وکړو.
د دې نه مخکې د طالبانو د داخله وزارت ترجمان عبدالمتین قانع څلور واړه کسان په بامیان ښار کې د جمعې په مازیګر په ډزو ووژل شو. هغه وویل څلور نور غېرملکیان او درې افغانان زخمیان شوي دي.
تر اوسه چا د بامیان د برید ذمه واري نه ده منلې.
په ټولنیزو رسنیو د پېښې د ځای په خپرو شویو عکسونو کې لیدل کیږي چې په ډزو وژل شوي او ټپي کسان په بازار کې له ولاړو موټرو سره پراته دي خو څوک ورته نیژدې د دوی د اخیستو په حال کې نه لیدل کیږي.
د طالبانو حکومت دغه پېښه په "کلکه غندلې" او په پېښه کې د وژل شوو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، امنیتي ځواکونو د ذمه واره کسانو د پیدا کولو هڅې پیل کړې دي، ټول مجرمین به پيدا کوي او "د شریعت منګولو" ته به یې سپاري: "نن مازدیګر د بامیانو په ښار کې په عامو خلکو ډزې شوي چې له امله یې د یو افغان په شمول درې تنه خارجي اتباعو ژوند له لاسه ورکړی، د درو افغانانو په ګډون څلور تنه نور ټپيان شوي دي".
د 2021م کال په اګست کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، په بېلابېلو ولایتونو کې پر طالبانو او عامو خلکو ګڼ شمېر لوی او واړه بریدونه شوي، خو دا لومړی ځل دی چې پر بهرنیو سیلانیانو بریدونه شوی دی.
په تېرو شاوخوا دریو کلونو کې په خونړیو بریدونو کې په سلګونو کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي، په ځانګړې توګه د کابل په دشتِ برچي او نورو هزاره مېشتو سیمو کې پر شیعه مسلمانو سترې حملې شوې دي چې ذمه وارۍ یې داعش خراسان ډلې منلې دي.
په کال ۲۰۰۱ کې په خپل تېر حکومت کې طالبانو په بامیان کې د بدها دوه لوی مجسمې تباه کړې.
په نړیواله کچه د طالبانو د دغه ګام سخت غندنه شوې وه. طالبانو د بامیان مجمسې غېر اسلامي بللې.
Forum