لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپین وام کې د دوو ورونړو وژنه: د ځايي خلکو او پاکستان پوځ متضاد دعوې


د خېبر پښتونخوا شمالي وزیرستان ضلعې سپین وام تحصیل اباخیل سیمه کې تیره شپه د دوو سکه ورونړو د وژنې په اړه د ځايي خلکو او پاکستاني پوځ لخوا متضاد دعوې شوي.

د پاکستان پوځ ویاندې ادارې ايي اېس پي ار لخوا په یو بیان کې دعوه شوې چې د تندلارو په ډزو کې د پوځ په یوه ګشتي ډله ډزې شوی چې پکې یو پوځي وژل شوی او یو بل ژوبل شوی. پوځ دعوه کړې چې په ځوابي ډزو کې يې دوه تندلاري وژلي.

خو د سیمې ځايي خلک د پوځ دغه دعوه رد کړې او تور يې لګولی چې دغه دوه ورونړه د پوځ لخوا په ډزو وژل شوي عام خلک دي او د دوي د تندلارو سره هیڅ تعلق نه وو.

د دغه سېمې نه د صوبايي اسمبلۍ غړي میرکلام وزیر میډیا ته ویلي د دغه پېښې او خبرونو په اړه فکر مند دی او د پېښې حقیقت معلومولو لپاره یې د قبایلي مشرانو یوه جرګه رابللې.

په ټولنیزو رسنیو هم د دغه دواړه ورونړو د مړو عکسونه خپاره شوي چې ورسره ځايي خلک ولاړ دي او احتجاج کوي.

ځايي خلکو ددغه دواړه ورونړو مړي د سپین وام تحصیل حکومتي ودانۍ مخې ته د احتجاج لپاره راوړي.

د پاکستان پوځ ویاندې ادارې ايي اېس پي ار دعوه کړې چې د افغان پولې سره نژدې په دوو جلا جلا پېښو کې د تندلارو په ډزو کې څلور پوځیان وژل شوي دي. د بیان تر مخه لومړۍ پېښه د شمالي وزیرستان په سپین وام کې شوې او دویمه پېښه د خېپر پښتونخوا په دیر سیمه کې شوې. د پوځ بیان وايي چې په دیر کې په پوځ دمشکوکو تندلارو لخوا برید شوی او درې پوځیان یې وژلي.

په پاکستان کې غیر قانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان د غه پېښې پړه په غاړه اخستې.

د پاکستان په پخوانیو قبایلي سیمو کې د پوځ او طالبانو لخوا د دغه قسمه دعوو دازادو سر چینو نه پخلی نه کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG