لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سري دیوې مړی د دوبۍ نه ممبۍ ته وړل شوی دی


د هندي فلمونو مشهورې هنرمندې سري دېوي کپور مړی د دوبۍ نه د هند ممبۍ ښار ته وړل شوی دی. د هغې د مرگ اخېري رسومات به په ممبۍ کې د شورو په ورځ ادا کولی شي.

ممبۍ ته د روانولو څخه وړاندې د سري دېوي خاوند بوني کپور د هغې جسد د دوبۍ چارواکو نه ترلاسه کړو.

د دوبۍ پولیس وايي د سري دېوي کپور مرگ په حادحاتي توگه د لاهو کیدو دلاسه شوې.

پولیس زیاتوي په دې لړ کښې یې خپلې پلټنې سرته رسولي او دا کېس یې وس بند کړې دې.

د دوبۍ چارواکو د پیښې په جذیاتو کښې ویلي ٥۴ کلنه هنرمنده د خپل هوټل د غسلخانې د لامبیدلو په ټب کښې پرېوته او د ټب په اوبو کې یې د بې هوشۍ په مهال ساه ورکړه.

د پوسټ مارټم رپورټ راتلو وروسته دوبۍ پولیس چارواکو د هغې مړی د هغې خاوند ته وسپارلو. د سري دېوي مړی د نهې په ورځ د هند په وخت ماسپخښین ممبۍ کې د لوکهنډواله په نوم د هغې کور ته ورسول شو.

د سري دېوي اخري رسومات به د شورو په ورځ ځايي وخت ٣:٣٠ بجې وِلا پارلی کښې ادا کیږي.

سري دېوي د خپل وراره په واده کښې د گډون لپاره دوبۍ ته تللي وه چې د تیر خالي په شپه هلته مړه شوه.

په وړومبي تحقیقاتو کښې د هغې د مرگ علت د زړه دوره ښودلې شوې وه.

سري دیوي کپور په وړوکوالي کښې په تامل او هندي فلمونو کښې کار شورو کړې و چې پکښې خدا گواه، چاندني، لمهی، مسټر انډیا او نگینا پشمول تر ٣٠٠ څخه زیات فلمونو کښې کار کړې دې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG