لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په سري لنکا کې د اقتصادي بحران په مهال د تېلو د کمي له امله سکولونه تړل شوي وو


اي پي په خپل رپورټ کې وايي په سري لنکا کې د موټرو تېل قریبً ختم شوي او د نور خشاک هم سخت قلت دی.

په سري لنکا کې د تېرو څو لسیزو بدترین اقتصادي بحران په مهال تېلو د قلت د مخنیوي دپاره حکومت د جمعې په ورځ سکولونو د تړلو امر کړی و او حکومتي کارکوونکو ته وویل شوو چې کار ته دې نه ورځي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه یوازې هغه حکومتي یوازې کارکوونکي کار ته تللي وو چې بنیادي خدمات ترسره کوي. نورو کارمندانو ته وویل شوو چې په ملک کې د تېلو د موجوده کمي او د ټرانسپورټ په سهولتونو کې د مسلو له امله دې د جمعې په ورځ کار ته نه ورځي.

د جعې په ورځ‌ حکومتي او غیر حکومتي سکولونه په داسې مهال تړل شوي وو چې په ملک کې په زرکونو خلک تېلو اخیستلو دپاره په پېټرل سټېشنو په اوږدو قطارونو کې ودرېدلي وو.

اي پي په خپل رپورټ کې وايي په سري لنکا کې د موټرو تېل قریبًا ختم شوي او د نور خشاک هم سخت قلت دی.

رپورټ وايي په داسې حال کې چې د سري لنکا حکومت د تېرو څو میاشتو راهسې کوښښونه کوي چې تېلو او د بنیادي ضرورت نور شیان د درامد کولو دپاره قرض واخلي، هېواد دېوالیه کېدو ته نژدې شوی دی.

د اقتصادي بحران له امله په ملک کې سیاسي کړکېچ هم پېدا شوی او د حکومت په ضد په پراخه کچه احتجاجونه کېږي. د احتجاجونو په مهال مظاهره چیان غوښتنه کوي چې پېټرول دې ورکړی شي او لوی لارې بندوي. په ټېلې وژن لیدل کېږي چې خلک د تېلو ترلاسه کولو دپاره یو بل سره جګړې کوي.

سري لنکا د خوراک او د بنیادي ضرورت ګڼ شمېر نور شیان زیاتره د بهر نه اخلي او د تېرو څو میاشتو راهسې د ضرورت شیان اخیستلو دپاره خلک به اوږدو اوږدو قطارونو کې ودرېږي. په ملک کې د پېسو د قلت له امله د خام مال درامدات هم ځنډېدلي دي، صنتعي پېداوار کم او ګراني زیاته شوي ده.

حکومت په ټول ملک کې د ورځې تر څلورو ګنټو پورې د بجلۍ د لوډ شېډنګ اعلان کړی دی ځکه چې بجلي ګرو ته د تېلو رسد کم شوی.

د سري لنکا حکومت د اووه بېلین ډالرو د غیر ملکي قرضې د قسط ادایګي هم ودرولي ده. دغه قسط د هغه 25 بېلین ډالرو م قرض برخه ده چې هېواد به یې د 2026 پورې بېرته ورکوي.

په مجموعي توګه ای پي ايي وايي سري لنکا 51 بېلین ډالر غیر ملکي قرض لري او د ملک د خزانې وزیر ویلي په هیواد کې د استعمال دپاره یوازې 25 مېلین د زر مبادله ‌ذخیره موجود ده.

د سري لنکا نوي وزیراعظم رانیل وېکرما سنګی د ګل،‌ دوشنبې، په ورځ وویل د ضرورت بنیادي شیانو د درامدات کولو دپاره سري لنکا په بېړنۍ توګه 76 بېلین ډالرو ته ضروت لري خو د ملک د خزانه به یو بېلین هم په مشکل پېدا کړی شي.

ای پي وايي په سري لنکا کې په د تشدد نه ډکو سیاسي مظاهرو کې نهه کسان مړه شوي دي.

یادونه: دا د ای پي خبري ادارې رپورټ دی


XS
SM
MD
LG