لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سري لنکا په بریدونو کې د شتمن ځانمرگي تن حاملې مېرمن هم ځان وژلی


 د سري لنکا چارواکو د ترهگرۍ په پېښه کې د ککړو دوو وروڼو په کور چاپه وهله چې د یو کس ښځې فاطمه ایراهیم پکې د گرفتارۍ نه د بچ کېدو لپاره په خېټه د ماشوم سره د نورو دریو ماشومانو تر څنگ ځان والوځولو. دغې د مصالو په تجارت کې په مېلینونو پېسې گټلې دي
د سري لنکا چارواکو د ترهگرۍ په پېښه کې د ککړو دوو وروڼو په کور چاپه وهله چې د یو کس ښځې فاطمه ایراهیم پکې د گرفتارۍ نه د بچ کېدو لپاره په خېټه د ماشوم سره د نورو دریو ماشومانو تر څنگ ځان والوځولو. دغې د مصالو په تجارت کې په مېلینونو پېسې گټلې دي

په سري لنکا کې د تېر اتوار (د اپریل په ٢١) د عیسایانو د اختر یا ایسټر په ورځ د ترهگرۍ په حمله کې د یوې شته منې کورنۍ د ځانمرگي برید کونکي حامله ښځې سره د نورو ماشومانو ځان وژلی دی.

د سري لنکا چارواکو د ترهگرۍ په پېښه کې د ککړو دوو وروڼو په کور چاپه وهله چې د یو کس ښځې فاطمه ایراهیم پکې د گرفتارۍ نه د بچ کېدو لپاره په خېټه د ماشوم سره د نورو دریو ماشومانو تر څنگ ځان والوځولو. دغې د مصالو په تجارت کې په مېلینونو پېسې گټلې دي.

داعش د سري لنکا د حملو ذمه واري منلې ده او پکې د ٣٥٠ نه زیات کسان وژل شوې او تر ٥٠٠ پورې نور پکې زخمیان شوې دي.

د سري لنکا مامورینو ویلي په ځانمرگي حمله کې نهه بریدکونکي ککړ وو.

د سري لنکا سرښار کولمبو کې د امریکې سفارتخانې خلکو ته هدایات جاري کړې چې په راتلونکو ورځو کې د نورو حملو د خطر له امله دې د عبادت ځایونو ته نه ورځي.

خبري رپورټونه وايي د هندوستان استخباراتی مامورینو سري لنکا ته ترهگرۍ په اړه خبرداری ورکړی و او د هندوستان استخباراتي ادارو د توحید جماعت نومې ډلې په اړه معلومات راجمع کړي وو. دغه ډلې د سري لنکا د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG