لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسټیټ بینک وایي دپاکستان دبهرنیو اسعارو مجموعي ذخیرې د 14 اربو ډالرو نه اوښتي دي


اسټیټ بینک پخپل تازه رپورټ کې ویلي چې دجولایي میاشت کې د بهرنیو اسعارو مجموعي ذخیرې 14 اربه ،5 کروړه اؤ 53 لکو ډالرو ته رسیدلې دي
اسټیټ بینک پخپل تازه رپورټ کې ویلي چې دجولایي میاشت کې د بهرنیو اسعارو مجموعي ذخیرې 14 اربه ،5 کروړه اؤ 53 لکو ډالرو ته رسیدلې دي

دپاکستان اسټيټ بینک وایي په تېرو 11 میاشتو کې دملک دبهرنیو اسعارو ذخیرې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې دي.

دمرکزي بینک له لوري په خپور کړل شوي رپورټ کې ویل شوي چې د دوستو هیوادونو څخه د4.2 اربو ډالرو ترلاسه کیدو وروسته دپاکستان د زرمبادلې سرکاري ذخیرې 8 اربو،72 کروړو اؤ 72لکو ډالرو ته لوړې شوې دي.

تر دې وړاندې په نزدې وختونو کې دپاکستان سره دبهرنیو اسعارو ذخیرې یوازې څه دپاسه درې نیمو اربو ډالرو ته راغورځېدلې وې اؤ دپاکستان داقتصادي سقوط ویرې ښودل کیدلې.

د روانې میاشتې په مهال نه یوازې دوستو هیوادونو پاکستان ته داقتصادي تباهۍ نه دبچ کیدو لپاره د4.2 اربه ډالر ورکړي ترڅو دخپلو بهرنیو اسعارو ذخیرې پرې لوړې کړي بلکې نړیوالې مالیاتي ادارې هم پاکستان سره د دریوؤ اربو ډالرو د پور تړون کړی دی.

په 13م جولایي دپاکستان دخزانې وزیر ښاغلي اسحاق ډار ویلي وؤ چې دپور دشوي تړون په پیسو کې د نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف څخه یو ارب اؤ 20 کروړه ډالر د پاکستان سټيټ بینک ته ترلاسه شوي دي.

اسټیټ بینک پخپل تازه رپورټ کې ویلي چې دجولایي میاشت کې د بهرنیو اسعارو مجموعي ذخیرې 14 اربه ،5 کروړه اؤ 53 لکو ډالرو ته رسیدلې دي.

داسټيټ بینک له مخې دا مهال دکمرشل بینکونو سره د 5 اربو ،33 کروړو اؤ 81 لکو ډالرو ذخیرې موجودې دي.

بینک وایي جولایې کې پائ ته د رسیدونکې اوونۍپه مهال ایي ایم ایف پاکستان ته 1.2 لکه ډالر ورکړي، دسعودي نه دوه اربه اؤ دمتحده عرب امارات نه یو ارب ډالر ترلاسه شوي دي.

اقتصاد پوهان وايي د آی اېم اېف څخه پاکستان ته د پور دپېسو ترلاسه کېدو سره د ملک د ديواليه کېدو خطرې پشا شوي دي خو د پاکستان د اقتصاد مسله ورسره نه ده هواره شوې.

په اقتصاد چارو پوهه لرونکی خبریال وکیل الرحمان وایي "يو ملک کله هم په قرضونو د ترقۍ په لاره نه شي روانېدی، خو د پاکستان د ديواليه کېدو اوسنۍ خطره ختمه شوه او د بهرنیو پورونو دستنولو ومسله یې هواره شوه د دې حده پورې دا خبره سمه ده"

د ډیوه خبریال فضل عزیز سره خبرو کې نوموړي ویلي "پاکستان به هغه وخت د اقتصاديي پرمختيا په لاره روانيږي چې اقتصادي نظام ته بيا کتنه وکړي او اصلاحات وکړي"

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG