لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنړۍ وتلی سائنس پوهه اسټفن هاکنګ مړ شوی دی


دبرتانیې سره تعلق لرونیک نړۍ وتلی سائنسدان اسټیفن هاکنګ د۷۶ؤ کالو عمر کې د ورپیښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی .

دهغه دمړینې اعلان د هغه کورنۍ کړی اؤ ویلي یې دي چې هاکنګ د شورو په سحر د برتانیې په کیمبرج ښار کې دخپل کور دننه ساه ورکړې ده.

ښاغلی هاکنک د نظریاتي طبیعاتو تر ټولو ستر سائنس پوهه منل کیدو اؤ دهغه د کايناتو د رموز اؤ اسرار اؤ وختونو په هکله مفکورې په ټوله نړۍ زیات شهرت موندلی ؤ.

هغه ایله ۲۱ کلن ؤ چې په یوه مضره ناروغۍ (موټرنیوروون) اخته شو ، دغې ناروغۍ په هغه ټول وجود مړ کړو اؤ یوازې دهغه ذهن اؤ سترګو کار کولو ، .حتی هغه خبرې هم نه شوې کولی.

په پیل کې ډاکټرانو ویل چې هاکنګ به په مشکله تر شپږو میاشتو ژوندی پاتې شي خو دهغه عصابي طاقت دومره سیوا ؤ چې نه یوازې یې په وهیل چئیر تر یوې اوږدې مودې ژوند وکړو، بلکې د معذورتیا په دغه حالت کې یې د کائناتو د رازونو معلومولو دپاره ډیر عملي نظریات هم مخې ته راوړل

هغه ته نړیوال شهرت په کال ۱۹۸۸م کې د هغه کتاب” ای بریف هسټري اف ټائم “ـ (د وخت لنډ تاریخ) وربخښلی ؤ.

دغه کتاب که هرڅو د خپلو موادو په حواله ډیر پیچلی اؤ ګران ؤ خو بیا هم د نړۍ ډیرو اولسونو کتلی اؤ خپله خوښي‌یې پکې ښودلې وه.

اسټفن هاکنک ته دهغه دغه کتاب د البرټ ائن اسټائن نه وروسته د نظریاتي طبیعاتو په نړۍ کې تر ټولو لویې نوم ورکړی ؤ اؤ د یو کروړ نه زیات جلدونه چاپ شوي اؤ خرڅ شوي دي.

کیمبرج پوهتنون پروفیسر هاکنګ ته د هغه په مشهوره مقاله (پرله پسې دسیوا کیدونکو کائناتو ځانګړتیاوې)باندې کال ۱۹۶۶ کې د پي ایچ ډي ډګري ورکړې وه .

پخپله دغه مقاله کې اسټیفن هاکنګ د کائناتو دپیل اؤ بیا پرله پسې دهغې دغځیدو اؤ خوریدلو په هکله خپله نظریه وړاندې کړې وه،

دخپلې اوږدې ناروغۍ به هغه په یو سائیکل ناست ؤ ، پرله پسې یې کتابونه اؤ څیړنیزې مقالې لیکلې اؤ ددې ترڅننک به یې لیکچرونه هم ورکول.

اسټیفن هاکنګ خبرې نه شوې کولی ځکه نو هغه به خپل لیکچرونه په ځانګړي ډول د تیار کړل شوي یو سافټ وئر اؤ مشین دلارې ورکول اؤ دغه یې دخبرو ذریعه هم وه.

دهغه دمړینې اعلان د هغه کورنۍ کړی اؤ ویلي یې دي چې هاکنګ د شورو په سحر د برتانیې په کیمبرج ښار کې دخپل کور دننه ساه ورکړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG