لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ : د جسقم ډلې د يومشر د وژنې وروسته په مختلفو سيمو کې اړی گړی


د پېښې وروستو د جسقم غړو او پلويانو نوشهروفيروز او خواؤ شا نورو سيمو کې احتجاجي مظاهرې کړي او په سړکونو يې ټائرونو ته اورونه اچولي دي
د پېښې وروستو د جسقم غړو او پلويانو نوشهروفيروز او خواؤ شا نورو سيمو کې احتجاجي مظاهرې کړي او په سړکونو يې ټائرونو ته اورونه اچولي دي
د پاکستان د جنوبي صوبې سندهـ په نوشهرو فېروز سيمه کې د سندهي قام پرسته ډلې جئی سندهـ قومي محاذ (جسقم) د مشر بشير قريشي (مړ) د ورور مقصود قريشي او د هغه د ملگري د وژنې وروستو په نوشهرفيروز او صوبې په نورو سيمو کې اړی گړی جوړ شوی ، او د اخ و ډب پېښې رامنځته شوي دي .
د سرچينو ترمخه د جسقم ډلې د مشر بشير قريشي ورور مقصود قريشي د ملگري سره د نوشهروفيروز څخه لاړکانې ته په خپل گاډي کې روان ؤ ، چې بهړيا نومې ځايې کې يې په سړک دپاسه گاډي ته اور اچول شوی ، مقصود قريشي او د ملگری پکې د اور له امله وژل شوي دي .
راپورونه وايې د وژل شوؤ کسانو مړي روغتون ته وړل شوي او پوسټ مارټم يې شوی ولې ډاکټري رپورټ نه دی په ډاگه کړی شوی .
د پېښې وروستو د جسقم غړو او پلويانو نوشهروفيروز او خواؤ شا نورو سيمو کې احتجاجي مظاهرې کړي او په سړکونو يې ټائرونو ته اورونه اچولي دي .
د راپورونو ترمخه د احتجاجونو او اخ و ډب په مهال سکرنډ سيمه کې د نامالومه وسله والو لخوا په ډزو کې يو کس هم وژل شوی ، او وئيل کيږي وژل شوی کس هم د جسقم غړی دی .
بلخوا ته د مظاهرو په مهال نوشهروفيروز او نواب شاه سيمه کې مظاهره چيانو د نادرا دفتر او د پوليس موبائيل سوزولي دي . او د صوبې په نورو سيمو جامشورو ، خيرپور ، سکهر ، بدين ، لاړکانه ، کنده کوټ ، جېکب اباد ، ټنډومحمدخان او حيدراباد کې هم د مظاهرو په مهال لږ تر لږه اته گاډي سوزول شوي دي .
په دغو علاقو کې بازارونه تړل شوي او په سړکونو د گاډو چلن ودورول شوی دی .
د صوبې د چارواکو په وينا د جسقم د مشر وژنه په صوبه کې د امن خرابولو هڅه ده ، د صوبې د اطلاعاتو وزير شرجيل ميمن وئيلي د مقصود قريشي او د هغه د ملگري د وژنې تحقيقات به کولی شي .
ياده دې وي د جسقم ډلې مشر بشيرقريشي د کال ۲۰۱۲م د اپريل په مياشت کې نواب شاه کې د يو سفر په مهال ژوند د لاسه ورکړی ؤ ، او ډاکټرانو د هغه د مړکېدو علت د زړه دوره ښودلې وه ، ولې د جسقم غړو د هغه د زړه د دورې رپورټ رد کړی او د بشيرقريشي د مړيني د تحقيقاتو غوښتنه يې کړې وه .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG