لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناموس رسالت قانون کې دممکنه بدلون پر ضد پاکستان کې هړتال شوى


ناموس رسالت قانون کې دممکنه بدلون پر ضد پاکستان کې هړتال شوى
ناموس رسالت قانون کې دممکنه بدلون پر ضد پاکستان کې هړتال شوى

په ناموس رسالت ايکټ کې د ممکنه بدلون په ضد دمذهبي وندونو په غوښتنه دجمعې په ورځ د ټول هيواد په کچه پاکستان کې کې هړتال شوى دى
ددغه هړتال په مهال دکراچۍ څخه تر پيښوره پورې زياتره دوکانونه، مارکيټونه او نور کاروباري مرکزونه په مکمل توه تړلي وؤ.
دملک ټولو مذهبي او سياسي وندونو او تاجر تنظيمونو لخوا ددهړتال دمکمل ملاتړ اعلان شوى ؤ.
په دغو وندونو کې جماعت اسلامي او جماعت الدعوة ډون وکړو او دهيواد په زياترو ښارونو کې مظاهرې او ريلۍ ووتلې او پکې دناموس رسالت ايکټ کې دممکنه بدلون په ضد نعرې ووهل شوې.
په دغو مظاهرو کې دپنجاب دورنر اودحکومتي وند پيپلز پارټۍ يوې مشرې شيري رحمان دبرطرف کولو غوښتنه هم وشوه.
مولانا فضل الرحمان، سيد منور حسن، حافظ محمدسعيد،صاحب زاد ابو الخير زبير اونورو دوينا په مهال وويل کامياب هړتال ثابته کړه چې پاکستانى قام دتحفظ ناموس رسالت لپاره يو موټى او بيدار دى او دناموس رسالت ايکټ کې به څه رقم بدلون نۀ شي قبلولى.
هغوي غوښتنه وکړه چې واکمنان دې په قومي اسمبلۍ او سينيټ کې دتحفظ ناموس رسالت قانون په حق کې قرارداد منظور کړي.
دپنجاب سرښار لاهور مال روډ، هال روډ، اعظم مارکيټ، شاه عالم مارکيټ،رن محل، بادامي باغ، مين بازار اچهره، يتيم خانه، اردو بازار، بيډن روډ، ميکلوډ روډ او نور مارکيټونه په مکمل توه بند وؤ.
دهيواد تر ټولو ستر ښار کراچۍ څخه ترلاسه شوؤ معلوماتو له مخې دغلته اکثره کاروباري مرکزونه بند او سړکونو باندې ټريفک ډير کم وؤ.
دبلوچستان سرښار کوئتې په شمول دصوبې په بيلا بيلو ښارونو کې هړتال وکړل شوى.
دکوئټې لياقت بازار، پرنس روډ، مسجد روډ شاهراه اقبال، سرکلور روډ او دښار نورو سيموکې هړتال وکړل شو.
دکوئټې ترڅن نوشکي، لات، خضار ،مستون، خاران، وادر، اواران ، مکران، بولان او پيوست سيمو کې هم هړتال وکړل شو.
دپاکستان حکومت وائي په ناموس رسالت ايکټ کې دبدلون کومه اراده نۀ لري او کۀ چرې په دېلړ کې دواکمن پيپلز وند کوم دپارلمان غړي په دغه اسلامي قانون کې دبدلون لپاره کوم تجويز ورکړى وي نودا به يې ذاتي رايې وي او دحکومت ترجماني به نۀ وي.
بل لوري ته په پاکستان کې دبشري حقونو تنظيمونه دمرکزي حکومت ددغه اعلان غندنه کوي او وائي دتوهين رسالت قانون تنسيخ يا پکې دبنيادي اصلاحاتو لپاره به خپل مهم جاري ساتي.
ناقدين وائي دتوهين رسالت قانون ځينې شقونو ټه دهيواد لرې پرتو قبائيلي سيمو کې بااثره کسان دذاتي دشمنۍ لپاره استعمالوي او ددې يوه لويه وجه دا ده چې په دغه قانون کې ددروغو دمقدمې درج کوونکو په ضد کومه سزا نۀ ده تجويز کړل شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG