لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عربستان په مقدسو ځایونو کې د سلفیانو په اخیستلو بندیز ولګاوه


د سعودي عربستان حکومت په حاجیانو باندې بندیز ولګاوه چې د مکې مکرمې په ستر جومات او د مدینې منورې په مسجد نبوي کې به که د هرې موخې لپاره وي انځورونه او ویډیوګانې نه اخلي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د سعودي د حکومت لخوا دغه نوې پرېکړه وروسته له هاغې وشوه چې په روسیه کې یوه زېږېدلي اسرایلي یهود بین سیون خپل هغه سلفي انځور په ټولنیزې رسنۍ باندې خپور کړ کوم چې یې په مسجد نبوي کې اخیستی و.

ددغه انځور په اړه په ټولنیزو رسنیو کې سخت غبرګونونه څرګند شول او له همدې امله انسټاګرام د هغه اکاونټ هم بند کړ.

د سعودي د حکومت په سیاست کې دغه بدلون د بهرنیو چارو د وزارت لخوا پدغه هېواد کې میشته د بهرنیو هېوادونو استازو ته په یوه رسمي بیان کې اعلان شوی.

د سعودي حکومت د خپلې دغې پرېکړې دلیل په دغو دوو سپېڅلو ځایونو کې د عبادت کونکو په وړاندې د مزاحمت مخنیوي یاد کړی.

په دې وروستیو کلونو کې زیاتو حاجیانو په فیسبوک او انسټاګرام باندې هغه انځورونه خپاره کړي و چې د کعبې شریفې مخې، او د ستر جومات مسجد نبوي په پورتني پوړ کې یې اخیستې و.

د سعودي حکومت په یوه بیان کې امنیتي ساتونکو ته لارښونه کړېده چې د اړتیا په صورت کې ددغه نوي قانون له سرغړونکو څخه کمره او انځورونه هم اخیستل کیدای شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG