لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سوډان په سیاسي کړکېچ کې د وژل شویو کسانو شمیره د ١٠٠ نه زیاته شوي


ابې احمد د سوډان د انتقالي پوځي شورا له مشر جنرال عبدالفتاح برهان سره ولیدل
ابې احمد د سوډان د انتقالي پوځي شورا له مشر جنرال عبدالفتاح برهان سره ولیدل

د ایتوپیا وزیر اعظم ابې احمد د جمعې په ورځ د سوډان له واکمنو جنرالانو او مخالف مشرانو سره کتلي چې د سوډان د سیاسي کړکېچ حل ولټوي.

په سوډان کې روان سیاسي کړکېچ له واک څخه د اوږدمهاله صدر عمر البشیر د جدا کېدو وروسته رامنځ ته شوی دی.

ابې احمد د سوډان د انتقالي پوځي شورا له مشر جنرال عبدالفتاح برهان سره ولیدل او وروسته یې بیا د ازادۍ او بدلون د ځواکونو له مشرانو سره بېل بېل ليدل کتل وکړل.

ابې احمد له دغو خبرو وروسته وویل، چې د سوډان پوځ، خلک او سیاسي ځواکونه باید د ډیموکراټیک او انتقالي دورې د خوندیتوب لپاره په تندۍ سره ګامونه پورته کړي.

نوموړي په ایتوپیا کې د اصلاحاتو، له ګاونډي هېواد او د اوږدې مودې دوښمن ایریټریا سره سولې ته د رسېدو له امله جایزې هم ګټلي دي.

په خرطوم کې تېره هفته پوځيانو د مظاهره چيانو په مرکزي کېمپ يرغل کړی وو چې پکې په ګڼ شمېر کې خلک وژل شوي او ژوبل شوي وو.

په سوډان کې د ډاکټرانو په وینا د لاریون کونکو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱۳ کسان وژل شوي دي.

د جمې په ورځ د سوډان د پوځي جرنېلانو او مخاليفينو ترمينځه بيا خبرې اترې نه دي شوي، خو د مظاهره چيانو مشرانو غوښتنه کړې تر هغې به د پوځي جرنېلانو سره خبرو ته نه کښېني ترڅو پوځيان د سوډان د لارو کوڅو نه وتلي نه وي.

اکثره څارونکي د دغې تشدد تور په رېپډ سپورټ فورس پورې کوي چې د صدر بشير د خطرناک جان جاويد مليشا غړي دي چې د کال 2000 په شروع کې به صدر بشير د ډارفر د جګړو په وخت دوي نه کال اخستلو.

د سوډان پوځ صدر بشير د درنو اولسي احتجاجونو ورسته د اپرېل په 11 مه نېټه د خپلې څوکۍ نه لرې کړی وو.

د زيارت په ورځ د افريقايي هېوادونو تنظيم افريقن يونين سوډان د هر قسمه هلو ځلو نه ودرولی تر څو په دغه هېواد کې يو اولسي حکومت نه وي جوړ شوی.
په سوډان کې ټي ايم سي او اېف اېف سي ډلې تېره مياشت د صدر بشير ورسته په مواقتي حکومت جوړولو رضا شوي وو خو بيا دواړه ډلې په دې خبره ورانې شوې وې چې زيات واک اختيار به پکې د چا سره وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG