لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوډان کې د جدا هیواد د پاره ووټونه


د سوډان صدر عمر البشیر وئیلې د ریفرینډم نتیجې به تسلیموي. د تصریر په منځ کې عمر البشیر لیدل کیږي
د سوډان صدر عمر البشیر وئیلې د ریفرینډم نتیجې به تسلیموي. د تصریر په منځ کې عمر البشیر لیدل کیږي

د سوډان په جنوبي برخه کې د سیمې د جدا خپلواکه هیواد په حیث بیلولو د پاره ووټونه شورو شوې دي.

طمعه څرگندیږي چې سیمه کې به زیاتره خلک د ازادۍ په حق کې رائې واچوي. او د جنوبي سوډان صدر سیلوا کیر د ریفرینډم د خپل اولس د پاره تاریخې گړۍ گرځولې ده.

د اتوار په ورځ د ووټونو شورو کیدو وړاندې په زرگونو خلک د رائې اچولو د پاره په قطارونو کې ولاړؤ. ریفرینډم به یوه هفته جاري و‏ي.

د رائې اچولو د پاره د ۴٠ لاکو خلکو نومونه اندراج شوې دي. ووټونو د کال ٢٠٠٥ د امن معاهدې د لاندې کولی شي د مسلمانانو او عیسائیانو په منځ کې خانه جنگي ختمه کړی شي. مسلمانان په شمالي شوډان کې اباد دي او عیسایان د هیواد په جنوب کې.

د نړۍ یو شمیر نامتو شخصیات د ووټونو څارنې د پاره سوډان ته رسیدلې دي چې پکښې د امریکې پخوانی صدر جمي کارټر، د ملگرو ملتونو مشر بان کې مون او د جنوبي افریقې تابو مبکې شامل دي.

د سوډان صدر عمر البشیر وئیلې د ووټونو نتیجه به تسلیموې او جنوبي سوډان باندې به غرض نه کوي.

د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل په دې خبره اندیښمني څرگنده کړې ده چې په تیلو ماموره ابائې سیمه کې د جنوب په رنگ ووټونو اونه کړی شول. ابائې کې هم په دې خاطر ووټونه کیدونکې ؤ چې دغه سیمه به جنوبي که شمالي سوډان سره یوځائې کیږي خو د رائې اچونې د پاره د اهلیت ټاکلو په مسله فیصله د نه کیدو ورستو هلته ووټونه اونه کړی شول.

بل اړخته د جنوبي سوډان چارواکې وائې د جنوب او شمال په پوله د یاغیانو او پوځ په منځ کې د نخښتو له امله نهه کسان وژل شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG