لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سوډان د مسلح ځواکونو په جنګ کې ښکیل فریقېن یو وارې بیا په ډز بندۍ متفق شوي


د طبي امداد نړیوالې ادارې ډاکټرز ود اوټ بارډرز ویلي په خرطوم کې د نهې، سه شنبې، د ورځ راهسې جګړه کې شدت راغلی دی
د طبي امداد نړیوالې ادارې ډاکټرز ود اوټ بارډرز ویلي په خرطوم کې د نهې، سه شنبې، د ورځ راهسې جګړه کې شدت راغلی دی

د سوډان د مسلح ځواکونو دوه برخې چې د تېرو څو هفتو راهسې په جنګ کې ښکیل دي، رضا شوي چې د خالي، شنبې، د ورځ د سحر نه به تر اینده ۲۴ ګنټو پورې ډز بندي وکړي.

د سوډان د پوځ او د رېپېډ سپورټ فورسز ترمنځ د تازه جنګ بندۍ اعلان امریکايي او سعودي مرکچیانو کړی چې په جنګ کې د ښکیلو فریقېنو د سولې دپاره کوښښونه کوي.

د خالې، شنبې، د ورځ نه شروع کېدونکي ډز بندۍ اعلان په داسې حال کې شوی چې د امریکې او د سعودب عرب په کوښښونو د یوې هفتې جنګ بندي ناکامه شوه او د سوډان پوځ او ار اېس اېف بیا سخته جګړه شروع کړه.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه مرکچیانو وویل تازه ډزبندي د هغو کوښښونو برخه ده چې تشدد لړۍ ختمول غواړي.

د سوډان پوځ او ار اېس اېف د تېرو اتوو هفتو راهسې په جنګ دي.

جنګ دلاسه یو اشاریه نهه مېلین خلک بې کوره شوي او د سوډان سرښار خرطوم د جنګ په مېدان بدل شوی دی.

د جمعې په ورځ هم جنګ دوام لرلو او د خرطوم اوسېدونکو وویل چې د نیل دریاب پورې غاړه په ام درمان کې د توپخانې ډزې اورېدل کېدې او په بهري ښار کې هوايي بمباري کېدله.

د طبي امداد نړیوالې ادارې ډاکټرز ود اوټ بارډرز ویلي په خرطوم کې د نهې، سه شنبې، د ورځ راهسې جګړه کې شدت راغلی دی.

د خالي، شنبې، په سحر شروع کېدونکي ډز بندۍ په اړه امریکې او سعودي عرب په مشترکه بیان کې وویل د سوډان پوځ او ار اېس اېف متفق شوي چې ممنوعه حرکت او حملې به نه کوي، د هوايي جهازونو او ډرون د استعمال او هوايي بمبارۍ نه به ډډه کوي، توپخانې به نه چلوي، مورچو ته به تازه رسد نه کوي او د ډز بندۍ نه به د ګټې اخیستلو کوښښ نه کوي.

په بیان کې دا هم وویل شوو چې په جنګ کې ښکیل فریقېن به ملکي خلکو ته د انسانی امداد د رسد مخه نه نیسي.

دواړو فريقېنو د دې نه مخکې ګڼ شمېر ډز بندۍ ماتې کړي دی چې ورستۍ په کې د امریکې او سعودي عرب په کوښښونو شوي وه او نېټه یې د جون په دریمه ختمېدله.

په سوډان کې د جنګ بندۍ خبرې په سعودي ساحلي ښار جده کې کېږي.

د سوډان پوځ تېره هفته د جدې مذاکراتو نه د وتلو خبره کړې وه خو استازي يې په جده کې ساتلي وو.

د امریکې او سعودي په مشترکه بیان کې وویل شوو چې که فریقېن د ډز بندۍ احترام نه کوي نو د جدې مذاکرات به وځنډول شي.

د سوډان پوځ په یو بیان کې وویل چې د تازه جنګ بندې احترام به کوي خو د خلاف ورزۍ د جواب ورکولو حق لري. ار اېس اېف هم یو بیان کې وویل چې د ډزبندۍ احترام به کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG