لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت: مولانا صوفي محمد دې د قید نه ازاد شي


صوفي محمد د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله خسر دی
صوفي محمد د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله خسر دی

د پېښور هايي کورټ د غیر قانونه تنظیم تحریک نفاذ شریعت محمدي مشر مولانا صوفي محمد د قید نه د ازادولو امر کړی دی. صوفي محمد د تیرو اوو کلونو راهسې د غدارۍ په الزام په زندان کې بندي و.

د صوبې تر ټولو لوې عدالت د صوفي محمد د ازادولو امر د گل، دوشنبې، په ورځ وکړو.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي صوفي محمد په ضمانت ازاد کړی شوی دی او د گل، دوشنبې، په ورځ هغه عدالت ته وویل چې په زندان کې یې صحت ورځ تر بله خرابیږي.

د پاکستان حکومت د صوفي محمد په تنظیم په کال ٢٠٠٢ پابندي ولگوله.

په کال ٢٠٠١ کې صوفي محمد په زرگونو کسان افغانستان ته لیږلي وو چې هلته د د امریکايي ځواکونو خلاف وجنگیږي.

صوفي محمد د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله خسر دی.

مولانا صوفي محمد په کال ٢٠٠٩ کې د پاکستان خلاف په تقریرونو، د ترهگرۍ او د تشدد راپارولو په الزام ونیول او هم د هغه وخت راهسې په زندان کې بندي و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG