لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای اېف پي: په کندهار کې د اهل تشیع په جومات ځانمرګي حمله کې د 40 نه زیات کسان وژل شوي


په کندهار کې د اهل تشیع په جومات د جمعې د لمانځه په مهال په ځانمرګي حمله کې ای اېف پي خبري اداره وايي لږ تر لږه 40 کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان شوي دي.

رپورټ وايي د حملې ‌‌ذمه واري لا کومې ډلې نه ده اخیستې خو تېره جمعه په کندز ولایت کې د اهل تشیع په جومات کې په لمونځ ځانمرګي حمله داعش خراسان ډلې منلې وه. د کندز په حمله کې د 50 نه زیات کسان وژل شوي دي.

د جمعې په لمونځ ورستۍ حمله د کندهار ښار په لومړۍ حوزه کې ماسپښین د بي بي فاطمه نومې امام بارګاه کې په داسې مهال وشوه چې ګڼ شمېر خلک د لمانځه لپاره ورغلي وو.

رایټرز او فرانس پریس خبري ایجنسیو وړاندې ویلي وو په چاودنه کې لږ تر لږ 30 تنه وژل شوي او تر پینځوسو زیات کسان ټپیان شوي دي. خو ای اېف پي په خپل تازه رپورټ کې وايي د وژل شویو کسانو شمېره 41 ته رسېدلې ده.

پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې عام خلک مړي او ټپیان د پېښې له ځایه پورته کوي او پخپلو شخصي موټرو کې یې روغتونونو ته رسوي.

د کندهار یوه امنیتي چارواکي مرتضی ظریفي رایټرز ته ویلي، چاودنه دوو ځانمرګو بریدګرو کړې ده. ځینې عيني شاهدانو هم ويلي، چې يوه ځانمرګي بریدګر د جومات په دروازه او بل په جومات کې دننه ځان چاولی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند قاري سعید خوستي پر ټویټر لیکلي د دوی "ځانګړي ځواکونه د پېښې ځای ته رسيدلي چې د پېښې څرنګوالی معلوم کړي او مجرمين د قانون منګولو ته وسپاري".

د مرتضی په نوم یوه عیني شاهد بیا اسوسیېټیډ پریس ته ویلي، چې څلورو ځانمرګو بریدګرو پر جومات برید وکړ، وایي دوو کسانو د جومات په امنیتي دروازه کې ځانونه وچاودل او دوو نور ننوتل او په جومات کې دننه یې ځانمرګي بریدونه وکړل.

دغه عیني شاهد وایي عموماً د جمعې په ورځ په دې جومات کې شاوخوا 500 کسان لمونځ کوي.

د کندوز په چاودنه کې 55 کسان وژل شوي اؤ تر سلو زیات کسان پکې ژوبل شوي وو، له هغې چاودنې وروسته د طالبانو دحکومت چارواکو شیعه مسلمانانو ته باور ورکړی وو چې په راتلونکي کې به د داسې پېښو مخه په سختۍ سره نیسي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد پرون وي او اې ته په ځانګړې مرکه کې ویلي وو، د دوی ځواکونه د داعش ډلې په ریښو موندلو پسې دي، په تېره یوه نیمې اونۍ کې یې د دې ډلې ګڼ کسان نیولي او د هغوی ګڼ خوندي ځایونه یې ویجاړ کړي دي.

د اګست له پینځلسمې را وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي داعش ډلې پر طالبانو او شیعه مسلمانانو ګڼ شمېر بریدونه کړي دي، داعش د اګست پر شپږویشتمه په کابل کې د هغه خونړي برید ذمه واري هم منلې وه چې پکې د 13 امریکایي پوځیانو په ګډون تر 170 زیات افغانان و وژل شول.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یوه ویاند سهېل شاهین تېره اوونۍ دعوه کړې وه چې طالبان د داعش د مخنیوي بشپړ توان لري او د داعش په مهارولو او ځپلو کې به له امریکا سره همکاري نه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG