لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې په پینځو ورځو کې پینځه ځانمرګي بریدونه


Afghanistan
Afghanistan

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، نن له غرمې وروسته د مارشال فهیم پوځي پوهنتون مخې ته د پوهنتون پر یو موټر د ځانمرګی برید له امله ۱۵ تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

په تیرو پینځه ورځوکې دا د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کېد پوځ او پولیسو په تربیتي مرکزونو او جوماتونو دا پینځم برید دی چې پکې تر ۲۰۰ نه سېوا تنه وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وي او ای اشنا ته وویلي ننی برید د مارشال فهیم د پوهنتون د تحصیلي او تعلیمي کورسونو د مداومینو پر موټر باندې شوی دی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې رئیس سالم الماس امریکا غږ ته وویل، په دغه برید کې یو پلي ځانمرګي بریدګر د مارشال فهیم د اکاډمۍ د مامورینو د حملې موټر په نښه کړی دی.

ښاغلي الماس وویل، چې امنیتي ځواکونه د پیښې ځای ته رسیدلي او له تحقیقاتو وروسته به په دې اړه جزئيات له رسنیو سره شریک کړي. د دغه برید مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

جمعه: د کابل امام زمان جومات ځانمرګي برید

تیره ورځ د افغانستان به سر ښار کابل او غور ولایت کې د لمانځه په مهال په جوماتونو کې ځانمرګي بریدونو کې د وژل شوو کسانو شمیره د ۷۰ نه سېوا شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تیره ورځ د کابل د ځانمرګي برید په ویلي وو چې یو ځانمرګي بریدګر د جمعې په ماښام د کابل ښار د دشتي برچې په سیمه کې د "پل خشک" د "امام زمان" په نوم د شعیه مسلمانانو په یو جومات کې په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد الوځولي چې له امله ۴۰ لمونځ کوونکي مړه او ټپیان شوي دي.

د پیښې یو عیني شاهد چې يې نه غوښتنل نامه یې واخیستل شي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دوه بریدګر د لمانځه پر مهال د امام زمان جومات ته ننوتي وو او کله چې لمونځ کوونکي پر لمانځه ولاړ وو، یو بریدګر په ځان پورې تړلي مواد وچول.

د دغې عیني شاهد د ادعا له مخې بل بریدګر له حملې وروسته له جومات څخه تښتیدلی دی. په کابل کې یو امنیتي چارواکي راېټرز خبري ادارې ته ویلي چې امنیتي چارواکي سیمې ته رسیدلي او لږ تر لږه ٣٠ مړي یې د جومات نه را ایستلي دي.

خود سره اسلامي ریاست یا داعش تیره ورځ د کابل په دغه جومات کې د برید پړه په غاړه اخستې.

تیره ورځ په کابل کې وژل شوي کسان نن خاورو ته سپارل شوي
تیره ورځ په کابل کې وژل شوي کسان نن خاورو ته سپارل شوي

غور کې د سني مذهبو په جومات ځانمرګی برید

هم تیره ورځ د غور ولایتي چارواکي ویلي وو د ولایت د "دولینه" په ولسوالۍ کې یو ځانمرګي بریدکوونکي په یو جومات کې په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي چولي چې له امله ۳۳ کسان وژل شوي دي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا برید دولینه ولسوالۍ د "خواجه ګان" د کلي په جومات کې د جمعې د ورځې په مازیګر شوی دی. هغه وویل چې دا برید د سني مذهبو په جومات کې شوی دی.

د غور د والي د ویاند د وینا له مخې، په دې جومات کې د فضل الاحد په نوم د افغان حکومت یو پلوي سیمه ییز قوماندان د خپلو وسله والو سره لمونځ کاوه چې پرې برید وشو. ښاغلي خطیبي وویل چې په دې برید کې یو شمیر کسان ټپیان شوي هم چې د ځینو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.

د غور د دولینه ولسوالۍ د دغه ولایت له مرکز فیروزکوه څخه ۶۵ کیلومتره لرې په لویدیځ کې پرته ده.

پنجشنبې په ورځ د کندهار په مېوند ولسوالۍ کې د افغان ملي پوځ په مرکز وسله والو طالبانو ډله يیز کړی وو.
پنجشنبې په ورځ د کندهار په مېوند ولسوالۍ کې د افغان ملي پوځ په مرکز وسله والو طالبانو ډله يیز کړی وو.

د زیارت یا پنجشنبې د ورځې بریدونه

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د افغانستان کندهار ولایت په مېوند ولسوالۍ کې د افغان ملي پوځ په مرکز وسله والو طالبانو ډله يیز بريد کې ۴۳ سرتيري وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان د دفاع د وزارت وياند جنرال دولت وزيري ويلي پوځې کېمپ کې ۶۰ سرتيري موجود وو چې پکې ۴۳ وژل شوي نهه ژوبل، ۶ بې درکه او دوه تنه په بريد کې روغ وتلي دي. نوموړي ویلي وسله والو سره په مقابله کې ۱۰ بريدګر وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو د بريد زمه واري منلې ده. د طالبانو د قاري يوسف احمد په نوم وياند ويلي د موټر بم په مټ يې دغه بريد کړی دی او د ۶۰ پورې افغان سرتېرو د وژنې ادعا يې کړې ده.

په پکتیا او غزني کې د پولیسو په مرکزونو بریدونه

د سه شنبې په ورځ پکتيا کې د پوليس په تربیتي مرکز او دفتر باندې وسله والو ډله يیز بريد کې د سرتېرو او ملکي وګړو په ګډون د ۶۰ نه زيات تنه وژلي او نزدې ۲۵۰ ژوبل شوي وو. د پکتيا په بريد کې د صوبې د پوليس مشر جنرال توريالی عبديانی هم وژل شوی ؤ.

د دوشنبې او سه شنبې په منځنۍ شپه کې د غزني په اندړ ولسوالۍ کې د پوليس په مرکز د وسله والو طالبانو په بريد کې د سرتېرو په ګډون نزدې ۴۰ تنه وژل شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG