لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېمي بېرټ: عدالتونه باېد د پالیسیانو/ تګلارو جوړولو هڅه ونه کړي 


د امریکا د سترې محکمې لپاره د صدر ټرمپ لخوا نومول شوې ججې اېمي بېرټ د منظورې اورونه د ګل په ورځ په واشنګټن کې پېل شوی. په دغه مهال اېمي یېرټ سېنټ ته ویلي عدالتونه دې پالیسیانې جوړې نه کړي او دغه کار دې د امریکا صدر او کانګرس ته پرېږدي.

اېمي بېرټ د عدالتونو (هايي کورټ) د رول/ کردار په سختو ټکو کې وضاحت وکړو او زیاته یې کړه عدالتونه ٫٫ دې له دي جوړ چې هره ستونزه حل کړي او یا زمونږ د عامه ژوند هره غلطي سمه کړي.٬٬

د دغه اورونې شورو کیدو په مهال د سېنټ عدالتي کمېټۍ (جودیشري کمېټۍ) د ډیمو کرېټ ګوند غړي سېنېټر ډاېن فاېنسټاېن داسې اشارې ورکړې چې په شمیره کې کم ډیموکرټان پلان لري د بېرټ نه د یوې لوې پالیسۍ شخړې په اړه پوښتنې وکړي.

اېمي بېرټ په کال ۲۰۱۲م کې د سپریم کورټ د صححي بېمې یا نېشنل هېلت کېر قانون په اړه ویلي وو، دغه فیصله سمه نه وه شوې.

د دغه قانون په اړه به عدالت د نومبر به ۱۰مه نېټه د یو بل چېلنج سره مخ کیږي، چې مېرمن بېرټ به د سپریم کورټ ججه وي او دا فیصله به کوي چې ایا دغه قانون له منځه یوسي او یا یې پرځاې پریږدي.

تور ماسک په مخ بېرټ د سېنېټرانو لخوا د هغه د ټاکنې په اړه لومړۍ / ابتدایه خبرې واوریدلې او کله چې هغوي خبرې ختمې کړې، نو هغې خپل وړاندیز وکړو.

د اېمي بېرټ د نامزدګۍ لپاره شراېط ډیر دي. ریپبلکنز چې په سېنټ کې اکثریت لري غواړي د نومبر په ۳مه نېټه کیدونکي صدارتي ټاکنو څو ورځې وړاندې یې د نومولو پخلی وشي.

د بېرټ په نامزدګۍ کې د ریپبلکن ګوند صدر ډانلډ ټرمپ تمه لري د انتخاباتو د ورځې وړاندې د امریکا سپریم کورټ کې د محافظه کارو ججانو شمیره په ۳-۶ کې بدله کړي.

خو په انتخاباتو کې د هغه مخالفه ډیموکرېټ ګوند صدارتي کاندید جو باېډن او د هغه انتخابي ډله په دې خبره زور ورکوي چې د سپریم کورټ د جج فیصله دې هغه یا صدر ټرمپ په جنورۍ کې د صدارتي څوګند پورته کیدو وروسته وکړي.

په دغه مهال ډاېن فاېنسټاېن وویل ٫٫ په ۴۰ ایالتونو کې ووټونه اچول شورو شوي٬٬ او زیاته یې کړه ٫٫‌٫ پرېږدۍ چې امریکایان واوریدل شي.٬٬ او د سپریم کورټ مړې شوې ججې جسټس روټ ګېنزبرګ ځاې ناستې ټاکنه لګه وځنډوۍ.

په خپل لومړیو خبروکې د سېنټ عدالتي کمېټۍ (جودیشري کمېټۍ) چېرمین او د ریپبلکن ګوند سېنېټر لینډسي ګراهم وویل دغه اوریدنه به ٫٫ اوږده او جنجالي اونۍ وي٬٬ خو زیاته یې کړه ٫٫ زما په فکر ما ته معلومه ده چې رایې/ ووټونه به څنګه راځي.٬٬

نوموړي دا پېشن ګويي هم وکړه چې په دغه کمېټۍ کې ناست ۱۲ ریپبلکن غړي به د بېرټ په حق کې او ۱۰ ډیموکرېټان به په ګډه په مخالفت کې رایې ورکوي.

امریکايی صدر ډانلډ ټرمپ بیا د ګل په ورځ په ټوېټر د ډیموکرېټانو لخوا د دغه نومولو د مخالفت شکایت وکړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG