د امریکې یو وفاقي جج د جمعې په ورځ خپله فېصله کې وویل امریکايي عسکر چې د انتهايي خفیه پوځي دستاوېزاتو د افشا کولو په الزام په حراست کې دی د هغه مقدمه د شروع کېدو پورې به یې حراست دوام لري.
عدالت دغه فېصله په داسې حال کې وکړه چې حکومتي وکیلانو وویل ۲۱ کلن جېک ټشېرا مخکې پرتشدد بیان بازي کړې او د رازونو د افشا کولو نه څو میاشتې مخکې به لېدل کېدو چې د خفیه معلوماتو نوټس یا یاداشتونه اخلي او داسې استخباراتي معلومات ګوري چې د هغه کار سره یې تعلق نه لرلو.
د هغه د ګرفتارۍ نه مخکې د هغه مشرانو دوه ځله د خفیه معلوماتو په اړه ټشېرا سره خبرې کړې وې.
ټشېرا د اپرېل په دریمه نېټه ګرفتار کړی شوی دی. په هغه د اېسپیناج اېکټ یا د جاسوسۍ د مخنیوي د قانون لاندې په غیرقانوني توګه خفیه معلوماتو ته د رسایې او د خپرولو الزامات لګول شوي دي خو هغه لا تر اوسه د جرم اعتراف یا تردید نه دی کړی.
ټشېرا په زندان کې دننه ساتلو دپاره حکومتي وکیلانو تېره میاشت په خپلو دلایلو کې جج ته وویل چې ټشېرا سره ټوپکې وي او په انټرنېټ یې د تشویش وړ بیانونه ورکړي دي.
سرکاري وکیلانو عدالت ته خپلو دستاوېزاتو کې وویل چې تېر کال د نومبر په میاشت کې ټشېرا په سوشل مېډیا ویلي وو چې که هغه خپله خوښه کولی شوی نو ګڼ شمېر کسان به يې وژلي وو او دا به داسې وو لکه چې د کمزورو ذهنونو خلکو چاڼ وي.
د ټشېرا وکیلانو د هغه د ازادۍ غوښتنه کوله او دریځ یې و چې هغه په ماضي کې څه جرم نه دی کړی او کورنۍ به یې یقیني کوي چې عدالت ته حاضر شي. د هغه د دفاع وکیلانو وویل چې چېرته د تښتېدو ځای نه لري او د الزاماتو جواب به ورکوي.
په ټشېرا الزام دی چې انتهایي خفیه پوځ دستاوېزات یې په ډېسکورډ نومې سوشل میډیا خپاره کړي دي. ډېسکورډ وېډیو ګېمز د لوبغاړو مقبول پلېټ فارم دی.
په افشا شویو دستاوېزاتو کې په اوکراین کې د جنګ په اړه اندازې، د امریکې د قومي سلامتیا سره تړلي معلومات او د ځینو نورو ملکونو په اړه معلومات شامل دي.
یادونه: د دې خبر معلومات د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې نه اخیستل شوي دي