د پاکستان د بلوچستان صوبې په نوشکي ضلع کې د کوټې نه ايران ته په لاره د مسافرو يو بس څخه بېلتون غوښتونکو وسله والو د پنجاب صوبې لږ تر لږه 11 کسان تښتولي او بيا یې په ډزو وژلي دي. حکومتي چارواکي تر اوسه د نهو تنو وژل تاییدوي.
پولیسو ويلي، دا پېښه د جمعې په شپه د ايران پولې ته څېرمه پرتې علاقې تفتان ته تلونکې د يو بس مسافرو سره شوې، چې د سلطان چړهايۍ په نوم ځای ته رسېدلی، وسله والو ودرولی دی او بس د مسافرو شناختي کارډونه یې کتلي او د پنجاب کسان یې د بس نه کښته کړي دي.
د نوشکي مرستيال کمشنر حبيب الله موساخېل پېښه تاييد کړې.
موساخېل ويلي، بيا د پوليس، اېف سي او نورو قانون نافذونکو ادارو اهلکار علاقې ته رسېدلي او د تښتول شوو کسانو لټون یې پېل کړی، د امنيتي ادارو غړو ته په لټون کې د يو پُل لاندې د نهه کسانو مړي په لاس ورغلي، دوی په سرونو په ډزو ويشتل شوي دي.
د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي لومړی په پېښه کې د اتوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی وو. په سمدستي ډول دا نه معلومېده چې د بګتي او د موساخېل د وژل شویو کسانو شمېرې بدلې څنګه دي؟
د بلوچستان صوبې وزيراعلا سرفراز بګټي د پېښې په اړه په اېکس (پخواني ټویټر) ويلي، "اته بې ګناه مزدوران د بلوچستان په نوشکي کې تافتان ته روان وو وژل شوي دي. يو ځل بيا د تش په نوم بلوڅ ترهګرو مخ بربنډ شوی دی. د بلوچستان ترهګر ته معلومه ده چې شناختي کارډ کتل او بيا ورسره څه کول دي. افسوس په پنجاب کې ناست پوهان اوس هم په دوکه کې دي. د دې اته مظلومه بې ګناه مزدورانو د کورنيو سره تعزيت کوم او باور ورکوم رياست به د دوی قاتلان نه پرېږدي".
پوليسو ویلي، په نوشکي کې ګڼو وسله والو د مسافرو بس ودرولی د مسافرو شناختي کارډونه یې کتلي او د پنجاب صوبې سره تعلق لرونکي کسان یې بيل کړي او ځان سره بوتللي وو.
د پېښې زمه واري چا نه ده منلې خو په بلوچستان کې بېلتون غوښتونکې بلوڅ ډلې فعاله دي وخت په وخت په امنيتي ادارو بريدونه کوي. د بلوڅ لبرېشن ارمي يا بي اېل اې په نوم وسله والو ډلې په وروستیو کې د ځینو بريدونو زمه وارۍ منلې دي.
د رپورټونو ترمخه په پېښه کې د وژل شوو کسانو تعلق د پنجاب صوبې د منډي بهاوالدين او ګوجرانوالې علاقو سره دی.
پرون په هم دغه علاقه کې د ډزو په پېښه کې بل ګاډی هم په نخښه شوی، لږ تر لږه يو تن پکې وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوي دي، ځينې رپورټونه وايي په پېښه کې دوه کسان وژل شوي دي.
بلوچستان صوبه کې وخت نا وخت دغه ډول پېښې کيږي او د پنجاب صوبې سره تعلق لرونکود وژلو خبرونه ورکول کيږي.
د روان کال جنورۍ په میاشت کې هم د بلوچستان په کيچ ضلع کې د ټيلي کام کمپنۍ پينځه د پنجاب مزدوران نامعلومه وسله والو تښتولي وو.
د تېر کال اکتوبر په میاشت کې د بلوچستان صوبې په تربت ضلع کې په دوه وسله والو بريدونو کې لږ تر لږه لس تنه پنجابي مزدوران وژل شوي وو.
Forum