لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خیبرپښتونخوا کې پولیسو د ١٠ کسانو مړي موندلې


په مردان کې د ترهگرۍ پرضد د پولیس د څانگې یو افسر صنوبر خان وي او ای ډیوه ته وویل چې پولیس ته د شورو، چارشنبې، په ورځ په صوابۍ کې د مړو په اړه اطلاع ورکړی شوه. دغه مړي د صوابۍ په جنډی کنډو نومې کلي کې پراته وو
په مردان کې د ترهگرۍ پرضد د پولیس د څانگې یو افسر صنوبر خان وي او ای ډیوه ته وویل چې پولیس ته د شورو، چارشنبې، په ورځ په صوابۍ کې د مړو په اړه اطلاع ورکړی شوه. دغه مړي د صوابۍ په جنډی کنډو نومې کلي کې پراته وو

پولیس وايي د خیبر پښتونخوا په صوابۍ ضلع کې يي په ډزو د وژل شوو ١٠ ناپیژندلي کسانو مړي موندلې دي.

په مردان کې د ترهگرۍ پرضد د پولیس د څانگې یو افسر صنوبر خان وي او ای ډیوه ته وویل چې پولیس ته د شورو، چارشنبې، په ورځ په صوابۍ کې د مړو په اړه اطلاع ورکړی شوه. دغه مړي د صوابۍ په جنډی کنډو نومې کلي کې پراته وو.

په سم لاسي توگه دا نه ده معلومه چې آیا دا کسان ولې او څنگه وژل شوي دي.

یوه ورځ وړاندې په صوابۍ کې د امنیتي ځواکونو او مشکوک وسله والو ترمنځ د ډزو په تبادله کې پنځه وسله وال او دوه د پاکستاني فوج عسکر وژل شوي وو.

په بلوچستان صوبه کې هم د تیرو څو کلونو راهسې په گولو ویشتلي مړي موندل کیږي، په یاده صوبه کې ملت پاله بلوڅ گوندونه ددغه ډول پیښو تور د پاکستان په امنیتي ادارو لگوي.

په مردان کې د ترهگرۍ پرضد د پولیسو څانگې ډي ایس پي صنوبر خان وویل دغه مړي د صوابۍ ضلعي هسپتال ته وړل شوي دي او د شناخت کولو عمل يي روان دي.

د چارواکو په وینا په صوابۍ کې د نهې، سه شنبې، په ورځ په وژل شوو وسله والو کې د پاکستاني طالبانو د صوابۍ مشر یوسف شامل و چې د مجید په نوم هم یادیدو.

هم نن د پاکستان پوځ وویل چې پنځه سخت دریځ مشکوک ترهگر يي تیزاندي کړې دي. دغه کسانو ته د پاکستان پوځي عدالتونو د مرگ سزا اورولې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG