لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خواجه آصف: کابل د پاکستاني پوځيانو په وژنه نه تورنوو، خوبريد افغانستان کې پټو وسلوالو کړی


Pakistan US Military aid

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف وایي، د سوات د وړمې ورځې د ځانمرګي برید- چې ۱۱ پاکستاني پوځیان پکې و وژل شول- تور په افغانستان نه پورې کوي، خو وايي سوات اوس له وسلوالو بشپړ پاک دی او دا برید هغو ډلو کړی چې په افغانستان کې پټ دي.

خواجه آصف وایي"زموږ غوښتنه دا ده چې افغان کډوال دې خپل هېواد ته ستانه کړل شي او د پولې منظم انتظام دي وشي، دا کار به د ترهګرۍ په مخنیوي کې ډېره مرسته وکړي، خو که پوله همداسې د هر چا لپاره پرانیستې وي، نو د ترهګرۍ په ځپلو کې پېښ خنډونه له منځه نه شي وړل کېدای"

خواجه آصف وایي، ځینې قوتونه غواړي په افغانستان او پاکستان کې جګړه دوام ولري، وایي د دغو ستونځو د حل لپاره باید دواړه هېوادونه ګډې هڅې وکړي.

ښاغلي آصف وایي په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرۍ ستونځه له افغان کډوالو سره تړلې ده، له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي، چې افغان کډوال په بیړنۍ توګه خپل هېواد ته ستانه کړي.

امریکه او افغان حکومت پر پاکستان تور لګوي، چې افغان طالبانو او حقاني ډلې ته یې خوندي پناه ځایونه ورکړي او ملاتړ یې کوي، خو پاکستان سره له دې چې دغه تورونه ردوي، وایي چې وسلوال په پاکستان کې د افغان کډوالو په کېمپونو کې پټېږي، ځکه نو ټینګار کوي چې افغان کډوال دي ژر خپل هېواد ته ستانه شي.

د بهرنیو چارو وزیر له یوه شخصي ټیلیویژن سره په خبرو کې وویل، افغان پلاوي چې په تېرو ورځو کې د کابل د وروستیو خونړیو بریدونو په تړاو کوم شواهد ور سپارلي، هغه یې ارزولي دي خو کره او د باور وړ نه دي.

د کابل د وروستیو بریدونو ذمه افغان طالبانو پر غاړه اخیستې، چې افغان حکومت یې په پاکستان کې د پلانېدو دعوه کوي او په سوات کې پر پاکستاني پوځیانو د وروستي برید ذمه پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستې، چې پاکستان یې مشر فضل الله په افغانستان کې ګڼي.

د افغانستان او پاکستان پر یوه بل د تورونو دا لړۍ له څو کلونو دوام لري، چې له کبله یې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې خرابې کړي دي، خو څېړونکي وایي په دې وروستیو کې کابل او اسلام اباد ته د دواړو هېوادونو د پلاوو تر تګ راتګ وروسته دا امکان شته، چې دا اړیکې ښې شي او په افغانستان کې د امن د ټینګښت لپاره نوې هڅې پیل شي.

XS
SM
MD
LG