لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات : د طالبانو سره دتړاؤ په تور 130 کسان ويستل شوي دي


سوات : د طالبانو سره دتړاؤ په تور 130 کسان ويستل شوي دي
سوات : د طالبانو سره دتړاؤ په تور 130 کسان ويستل شوي دي

چارواکي وایي د پاکستان د خيبرپښتونخوا دسوات سيمې څخه طالبانو سره دتړاؤ په تور خواؤشا 130 کسان ويستل شوي په پلۍ نومې يو کيمپ کې دپوځ تر څارنې لاندې ژوند کوي.

د پاکستان پوځ چې تير کال په سوات کې دطالبانو په ضد عمليات ترسره کړي وؤ وائي دغه کسان په سيمه کې ديوې جرگې دپريکړې څخه وروستو له دې امله ويستل شوي چې دهغوي دکورنيو غړو پوځ ته تر مقررې مودې پورې ځانونه ونۀ سپارل.
خو په پاکستان کې دانساني حقونو ادارې دغه گام غيرقانوني گرځولې او په حکومت يې غږ کړى چې بايد دسيمې څخه دويستل کيدو په اړه چې کومې جرگې پريکړه کړې بايد په ضد يې گامونه واخستل شي.
په سوات کې دبشري وسيلو افسر يا ايچ ار ډي او نعيم اختر دسيمې څخه دويستل شوؤ کورنيو په هکله ډيوه ريډيو ته وويل کومې کورنۍ چې دتندلارو سره دتړاؤ په تور دسيمې څخه ويستل شوي هغوي دپلۍ په کيمپ کې ميشت کړل شوي او هر رقم خيال يې ساتل کيږي.
نوموړي وويل ددغو کورنيو دويستلو پريکړه دسيمې دامن دلښکر په ملتيا په تندلارو دفشار سيوا کولو لپاره شوې وه.
ښاغلي اختر وويل داسې راپورونه وؤ چې دغو کورنيو به دتندلارو سره رابطې لرلې او کۀ چرې دغه کورنۍ نۀ وې ويستل شوې نو په سيمه ييز کچ داولسونو ترمينځ يو بل جنگي محاذ هم پرانستل کيدى شو.
نوموړي وويل دسيمې اوسيدونکي هاغه عام خلک چې دطالبانو خلاف دي هغوي دتندلارو ددغو کورنيو په سيمه کې استوگنې ته ښه نيت نۀ لرلو او ويره وه چې که چرې دغه خلک پخپل ځايې پاتې شي نو دسيمې دعامو اوسيدونکو له لوري به ورته ضرر ورسيږي يا به دامن يوه نوې ستونزه رامينځته شي.
دنعيم اختر په وينا اوس مهال دسيمې څخه ويستل شوې دغه کورنۍ دملاکنډ په يوه غرييزه سيمه په پلۍ کې دافغان کډوالو په کيمپ کې دسخت نظارت لاندې دي او تندلاري نۀ شي کولى چې ددغو کورنيو سره پناه واخلي يا هم رابطې ورسره وکړي.
دسوات دغه انتظامي مشر دا په ډاگه نۀ کړه چې طالبانو سره دتړاؤ په تور ويستل شوي دغه کورنۍ به ترڅو دپلۍ په کيمپ کې ميشتۀ وي او په کوم حالت کې به بيرته ستنيږي.
هغه وويل دتندلارو ددغو کورنيو دسرنوشت په اړه پريکړه به وضعيت او شرائطو ته په کتلو سره کولى شي.
په سوات کې دپوځ يو وياند کرنل اختر عباس په دغه هکله وئيلي دي دسوات څخه په 130ؤ کسانو مشتملې 25 کورنۍ تندلارو سره دتړاؤ په تور ويستل شوي دي.
پوځي وياند وويل يوې جرگې دغه خلک له دې امله ويستلي چې گمان کيدو هغوي اوس هم طالبانو سره مرسته ورکوله او په سيمه کې دهغوي دموجوديت له امله دهدفي وژنو لړۍ هم روانه وه.
کرنل عباس وويل دغه کورنۍ وروستو له هغې وويستل شوې چې يو شمير طالبانو دمئ تر 20مې نيټې پورې پوځ ته ځانونه ونۀ سپارل او وروستو پوځ په انساني بنيادونو دغه خلک دکډوالو کيمپ ته بوتلل.
پوځي وياند زياته کړه په دې وروستيو کې دسوات په کبل سيمه کې گڼ شمير دځايې امن جرگې غړي او مشران دهدفي وژنو په پيښو کې وژل شوي وؤ.
دپوځ لخوا دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کيدو څخه وړاندې کبل سيمه دطالبانو مرکز گڼل کيدو.
په سيمه کې موجود پوځي او انتظامي چارواکي وائي دسوات څخه تندلارو سره دتړاؤ په تور ويستل شوؤ کورنيو ته دخوراک، اوبو او روغتيا اسانتياوې ورکوي.
دځائي رابطو ضلعي افسر يا ډي سي او جاويد مروت په دغه هکله وئيلي دي دغه کورنۍ په پلۍ کيمپ کې حفاظت سره ژوند تيروي اودغه گام يې په نزدې راتلونکې کې دسوات په کبل سيمه کې دپوځي عملياتو دامکان په ډول اخستى دى.
کله چې دهغه څخه وپوښتل شول چې ايا دسوات څخه ددغو کورنيو ويستل قانوني دي نو هغه په ځواب کې وويل په سيمه کې وضعيت تاؤژن او خلک پريشانه دي، داسې انديښنه وه چې دغه خلک اوس هم تندلارو ته معلومات ورکوي او دهغوي ملاتړ کوي.
خو دپاکستان دبې پلوه انساني حقونو کميشن يا ايچ ار سي پي وائي دسوات څخه ددغو کورنيو ويستل غيرقانوني عمل دى او په حکومت يې غږ کړى دى چې بايد دسيمه ييز لښکر په ضد گامونه واخلي.
دخيبرپښتونخوا لپاره دايچ ار سي پي مرستيال صدر وئيلي دي دسيمې څخه دخلکو ويستل غيرقانوني عمل دى ، يو تن چې په سيمه کې کور لري دهغه نۀ شي ويستل کيدى.
هغه وويل مونږ دمجموعي مسؤليت دقانون په ضد يو، که چرې يو تن ورانکارى جوړ شي نو دهغه کورنۍ ته سزا ورکول نۀ دي پکار.
دهغه وينا وه کوم لښکر يا ځائي جرگې ته دا اختيار نۀ دى ترلاسه چې چاته سزا ورکوي يا دسيمې څخه وباسي.
نوموړي دځائي لښکر په ضد دحکومت څخه دکارروايۍ غوښتنه وکړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG