لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سوات څخه دتندلارو 25 کورنۍ ويستل شوي دي


د سوات څخه دتندلارو 25 کورنۍ ويستل شوي دي

د سوات سيمه ييزې انتظاميې دکبل تحصيل څخه دامن لښکر په مرسته د25ؤ څخه زياتې هاغه کورنۍ دسيمې څخه ويستي دي چې ياخو يې دطالب ياغيانو سره تړاؤ لرلو او يا يې هغوي ته پناه گانې ورکولې.

دامن دلښکر يو مشر شيرافضل خان وائس اف امريکا ته وئيلي دي په خواؤشا دوؤ سوؤ کسانو مشتملې دغه کورنۍ دملاکنډ په يوه سيمه کې دپوځ دڅارنې لاندې په عارضي کيمپونو کې ساتل شوي دي.
هغه وويل هيله ده چې ددغه گام له امله به په کبل کې دهدفي وژنو او تښتونې په پيښو کې کمى رامينځته شي.
نوموړي وويل دسيمې څخه دويستل شوؤ کورنيو سره تعلق لرونکو 250ؤ څخه زياتو تندلارو ته مهلت ورکړل شوى ؤ چې وسلې وغورځوي او ځانونه 20م مئ پورې انتظاميې ته وسپاري، خو ددغو کسانو دجملې څخه يواځې 70ؤ کسانو وسلې وغورځولې.
شيرافضل وويل دامن لښکر دوسلو په نۀ غورځولو دمجبورۍ څخه دغه کورنۍ دسيمې څخه ويستلي دي.
دنوموړي دوينا له مخې طالب ياغيانو به نۀ يواځې ددغو کورنيو په کورونو کې پناه اخستې بلکې دغو کورنيو به دطالبانو لپاره مخبري هم کوله.
هغه وويل دغو کورنيو به داسې کسان طالبانو ته په نخښه کول چې هغوي په سيمه کې امن غوښتو او طالبانو به بيا هاغه امن پلوه خلک په نخښه کول.
بايد وويل شي دسوات په زياترو سيمو کې دا مهال دامنيت وضعه ښه شوې او ورځنى ژوند معمول ته راگرځيږي، خو په کبل او مينگوره سيمو کې دهدفي وژنو او تښتونې پيښې په نزدې ورځو کې سيوا شوي چې له دې امله ددغو سيمو خلک دانديښنو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG