لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سوات په هر دویم کور کې غم دی: ثنا اعجاز


swat missing persons3
swat missing persons3

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړې مېرمن ثنا اعجاز په سوات کې د غورځنګ لپاره د کمپاېن په مهال د یو شمیر داسې پښتنو ښځو سره لیدلي چې د لسو کالو راهسې د خپلو خاوندانو، بچو او وروڼو په لټون کې دي.

په سوات کې د وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت ثنا اعجاز ویلي د سوات د هرې دوېمې ښځې سره یوه بوږنوونکې کیسه ده. ٫٫ داسې مېرمنې شته چې د لسو کالو راهسې يې د خاوندانو هیڅ معلومات نشته. ګڼې بیا د خپلو بچو او پلرونو په تمه ناستې دي. د چا بچي مړه دي او د چا هغه بې درکه دي.٬٬

ثنا اعجاز وايي په سوات کې د پاکستان ریاست پخپله د خپل اېین سرغړونه کوي، خلک يې بې درکه کړي او عدالتونو ته د وړاندې کولو بغیر يې د کلونو کلونو راهسې د ځان سره ساتلي دي.

هم نن بیا په سوات کې یو شمیر ښځې د خپلو بچو او خاوندانو د عکسونو سره راغونډې شوي چې سبا د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې خپلې د درد ډکې کیسې خلکو ته وړاندې کړي.

د مېنګورې سالندي یوه میرمن چې نهه کلن ماشوم هم ورسره وو، وي او ای ډیوه ته په ډک زړه وايي خاوند، سخر او لیور مې د کال ۲۰۰۹ راهسې د پوځ سره دي خو مونږ ترې نه خبروي چې په کوم حال دي. دغه پښتنه میرمن زیاتوي:٫٫ د شپې درې بجې پوځیانو زمونږ په کور چهاپه ووهله، ټول يې د کټونو راپاسول او د ځان سره یې بوتلل. د هغه وخته راپه دیخوا درګۍ، ملاکنډ، سرکټ هاوس او پېښور ته لاړو خو څوک راته دا هم نه وايي چې خاوند، سخر او لیور مې په کوم حال کې دی.٬٬

د خپل نهه کلن ځوي اړخ ته په اشاره د سوات دغه میرمن وايي ٫٫ دې تر اوسه خپل پلار ، تره او نیکه نه دي لیدلي.٬٬

د سوات منګلور یوه بله مېرمن بیا د خپل خاوند کېسه کوي او ژاړي چې نهه کاله وړاندې پوځ د شپې نهه بجې د ځان سره بولی دی. د نغدو پېسو تر څنګ يې د ګاډي کاغذونه هم ورسره وړي دي خو تر دې دمه يې بیا نه یو خبر کړي چې په کوم جرم کې يې بولی او اوس چرته او په کوم حال کې دی. دغه مېرمن وايي مېړه به يې تریکټر چلوو او د کورنو لپاره به يې شګه او بجري وړله.

swat missing persons2
swat missing persons2

د منظور پښتین په مشرۍ کې روان پښتون ژغورنې غورځنګ په لویو غوښتنو کې یوه غوښتنه د بې درکه کسانو وړاندې کول دي. دغه تحریک غوښتنه کوي چې کوم پښتانه د پوځ او امنیتي ادارو سره دي هغوي دې عدالت ته وړاندې کړل شي. که چا جرم کړی وي عدالت دې ورته سزا ورکړي، خو که څوک بې ګناه وي نو خلاص دې کړي.

سبا د اتوار په ورځ به د پښتون تحفظ مومنټ د سوري لاندې په سوات کې جلسه کیږي. د تحریک یو شمیر مشران دا مهال په سوات کې د جلسې تیارۍ کوي.

نن د خالي په ورځ د پاکستان زنده باد مومنټ په نامه هم یوه جلسه شوې. پاکستان زنده باد مومنټ د پښتون تحفظ مومنټ پرضد جوړ شوی هغه تحریک دی چې د پي ټي ایم د جلسو وړاندې په دغه ښارونو کې جلسې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG