لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اورکزو او سوات عملياتو کې 11 جنگيالي وژل شوي دي


د اورکزو او سوات عملياتو کې 11 جنگيالي وژل شوي دي

د پاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښتو کې 8 جنگيالي وژل شوي دي.

د سيمې څخه سرچينو دجمعې په ورځ ډيوه ريډيو ته وويل دکوزې اورکزۍ په ډبورۍ سيمه کې امنيتي ځواکونه دپرمختگ په حال کې وؤ چې په دغه مهال پرې تندلارو ډزې وکړې.
سرچينې وائي دتندلارو دبريد څخه وروستو ددواړو خواؤ ترمينځ سخت جنگ ونښتو چې پکې 8 تندلاري ووژل شول او 10 نور ژوبل شوي دي.
په دغه نښته کې ددوؤ عسکرو دژوبل کيدو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي.
دا مهال په سيمه کې امنيتي ځواکونو خپلې گزمې سيوا کړي او اورکزو ته په غځيدلو لارو په جوړو کړل شوؤ امنيتي پوستو دخلکو سخته لټه کيږي.
همدغه راز دجمعې په ورځ په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې تندلارو امريکا دپاره دمخبرۍ دکولو په تور دوه کسان په بمونو الوځولي دي.
دسرچينو له مخې دزيارت په ورځ دافغانستان دپولې ترڅنگ دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په دته خيل کې طالبانو دخلکو مينځ ته دوه داسې کسان وروويستل چې لاسونه يې په ځولنوتړل شوي وؤ.
سرچينې وائي طالبانو خلکو ته وويل دا هاغه مخبران دي چې دامريکا دډرون بريدونو دپاره مخبري کوي او وروستو يې په دغو دواړو کسانو پسې چاؤديدونکي مواد وتړل.
دسرچينو له مخې کله چې طالبانو دغه مواد وچول نو ددواړو کسانو غوښې په هوا کې والوتې.
له دې وړاندې هم طالبانو په شلگونو کسان امريکا دپاره دمخبرۍ په تور وژلي خو دا لمړى ځل دى چې په بمونو يې دعامو خلکو په وړاندې دجاسوسۍ په تور دوه کسان الوځولي دي.
همدغه راز د پاکستان دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې هم دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته کې ددريوؤ تندلارو دوژنې راپورونه ترلاسه شوي دي.
سرچينې وائي امنيتي ځواکونو دسوات دمټې په خريړي نومې سيمه کې دتندلارو دموجوديت په اطلاع عمليات وکړل ، په دغه مهال ددواړو خواؤ ترمينح نښته کې 3 جنگيالي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG