لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات: په ځانمرګي برید کې ۱۱ پاکستاني عسکر وژل شوي


ژوبل پوځیان د درملنې دپاره د سیدوشریف روغتون ته رسؤل شوي چې دغلته یې حالت دخطرې څخه بهر ښودل شوی.

دخیبرپښتونخوا په سوات سیمه کې د پوځیانو دیو مرکز دننه دلوبو میدان کې ځانمرګي برید شوی چې پکې ۱۱پوځیان وژل شوي اؤ ۱۳ نور ژوبل شوي دي.

دغه ځانمرګي برید د خالي په ماسخوتن د کبل تحصیل په شریف اباد سیمه کې شوی

دسیمې نه سرچینو ډیوه راډیو ته ویلي ځانمرګي تن په کبل کې د پوځیانو د یو مرکز دننه د لوبو هاغه میدان ته ورننوتلي وو چې پوځیان پکې د والي بال په لوبه بوخت وؤ.

سرچینې وایي ځانمرګي د پوځیانو په مینځ کې ځان الوځولی اؤ پوځ ته یې په لویه پیمانه مرګ ژوبله اړولې ده.

پوځ منلې چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۱ پاکستاني پوځیان وژل شوي اؤ ۱۳ پوځیان ژوبل شوي.

د وژل شوؤ پوځیانو پیژندګلو د کیپټن خان زاده ، نائب رسالدار زاهد،ابراهیم،ندیم،اصف اعجاز،مهرخان،سواراصف،سوار ندیم ،شکیل ،منور اؤ ضیافت په نومونو شوې ده.

په پيښه کې ژوبل پوځیان د درملنې دپاره د سیدوشریف روغتون ته رسؤل شوي چې اؤ په لویه کچه امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي اؤ لټونې عملیات یې پیل کړي دي.

په نزدې ورځو دپاکستان دننه په پوځ دا تر ټولو ستر برید ګڼل کیږي چې په دومره لویه کچه پکې پوځیانو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

دپاکستاني طالبانو تحریک ددغه ځانمرګي برید په غاړه اخستې اؤ ګواښ یې کړی دی چې په راتلونکي کې به په پوځ دغسې نور بریدونه هم وکړي.

سوات دپښتونخوا دسیلګرۍ هاغه شنه اؤ‌ یخه سیمه ده چې په تیرو وختونو کې په بشپړ ډول د یاغي طالبانو د ولکې لاندې وه اؤ دغلته یې د جینکو په تعلیم اؤ دفترونو کې په کار لګولو بندیز لګولی ؤ.

خو وروستو په کال ۲۰۰۹م کې دپاکستان پوځ په سوات کې د تندلارو په ضد په پراخه کچ عملیات وکړل اؤ دغه سیمه یې دطالبانو د منګولو نه خلاصه کړه.
دپاکستاني طالبانو دتحریک ملا فضل الله تعلق هم دسوات سیمې سره دی اؤ کله چې پوځ دغه سیمه کې دطالبانو په ضد عملیات کول نو هغه ددغو عملیاتو څخه په خوندي ډول افغانستان ته اوښتی ؤ.

له تیرې ډیرې مودې راهسې سوات دبمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو څخه خوندي وؤ خو اوس دغلته یو ځل بیا په پوځیانو شوي ځانمرګي برید خلکو کې ویره اؤ اندیښنې خورې کړي دي

XS
SM
MD
LG