لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سویډن سرمایه کارۍ یو کمپني وايي پاکستان کې نوره سرمایه کاري کول غواړي


محمد اکرام

د سویډن د سرمایه کارۍ کمپني ټنډرا فانډر پاکستان ته دخپل هیواد د سرمایه کارانو یو ډلې د سفرتیارۍ کوي چې دغلته د سرمایه کارۍ نوې موقعې اولټوي. ټنډرا فانډر د سټاک مارکیټ د لارې د پاکستان په بیلا بیلو کمپنو کې د ۱۰۰ ملینه ډالره پورې سرمایه کاري کړې.

د ټنډرا فانډر چیف ایګزیکټیو جان شیبرد پاکستان یو انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون ته ویلي د سویډن سرمایه کارانو او تاجرانو ډله به د کراچۍ، لاهور او اسلام اباد سفر کوي چې په سټاک مارکیټ کې د کمپنو او ددې د څار لپاره جوړ قوانینو جاج واخلي.

نوموړي ویلي د پاکستان امنیتي وضع دومر ه خرابه نه ده څنګه چې يې غربي میډیا وړاندې کوي او داچې په دغه هیواد کې د سرمایه کارۍ لپاره ډېرې ښه کمپنۍ شته دی.

شیبر ویلي د پاکستان اقتصاد د کال په حساب په ۵.۳ فیصده شرح سره وده کړې او دا چې د بیلا بیلو کمپنو سټاکس په ډېر ښه نرخ باندې اخستی کیدی شي. خو نوموړي ویلي پاکستان کې غیریقینۍ حال مخې ته پروت دی چرته چې به روان کال عمومي انتخابات کیږي او هیواد کې سیاسي بې ثباتي رامنځ ته کیدی شي.

ټنډرا فانډ د سرمایه کارۍ هغه نړیوالو کمپنو نه یو ده چې د کال ۲۰۱۶ نومبر او ۲۰۱۸ جنورۍ میاشت تر منځ يې پاکستان کې په سرمایه کې لګولې پیسې د ۱۶۰ ملینه ډالره نه ۱۰۰ ملینه ډالره ته راکمې کړي.

د سویډن د سرمایه کارۍ کمپنۍ مشر دا خبرې په یو داسې وخت کړي چې پاکستان باندې د امریکې لخوا د ترهګرډلو پرضد زیات ګامونه نه پورته کولو له وجې دباو زیات شوی او واشنګټن پاکستان ته ورکوونکې پوځې مرستې اودرولي.

د پاکستان حکومت تراوسه د ترهګرۍ پر ضد جنګ کې په سفارتي توګه د خپل هیواد نوم ښه کولو کې د ستونزو سره مخ دی او په دغه ملک کې شتون لرونکې یو شمیر ډلې د ملګرو ملتونو لخوا د ترهګرۍ په نړیوال فهرست کې شاملې دي.

امریکا او افغانستان په پاکستان باندې تور لګوي چې هغه ترهګر ډلو ته يې په خپله خاوره پناه ورکړې چې په افغانستان کې په نړیوال او افغان ځواکونوباندې خونړۍ حملې کوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي او واي دوي پخپله د ترهګرۍ له کبله ترټولو زیات اغیزمند شوي او د هیواد اقتصاد ته يې په اربونو ډالره نقصان رسیدلی. د پاکستان خرابې امنیتي وضعې له وجې ډېر سرمایه کاران د راتلو نه ډډه کوي.

په پاکستان کې زیاتې شوې تجارتي خسارې هم د ملک په بهرنۍ زر مبادله باندې ډېر دباو اچولی کومه چې د تیرکال ۱۹ اربه ډالره نه دا وخت ۱۲.۸ ارب ډالره ته راپریوتې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG